د هند دوه جنګي جېټ الوتکې غورځېدلي
واشنګټن – د هند دوه جنګي جېټ الوتکې د روزنې د عملیاتو پر وخت غورځېدلې دي.
د هند هوايي ځواک ویلي، چې د شنبې یا خالي د ورځې په دغه پېښه کې له دریو ښکېلو پیلوټانو څخه یو یې مړ شوی دی.
دوی ویلي، یاده پېښه د مدیا پرادیش مورینا ځای ته څېرمه شوې.
سیمیزو رسنیو راپور ورکړی چې په پېښه کې له غورځېدلو الوتکو څخه یوه سخوی (Sukhoi-30) او بله مېراج(Mirage 2000 ) ډوله وه.
1