شاته

طالبانو د خصوصي پوهنتونو د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د مخنیوي امر وکړ

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې نجونو ته د راتلونکې میلادي میاشتې د کانکور په آزموینه کې د ګډون اجازه ورنکړي.

د طالبانو دا پریکړه د لوړو زده کړو په برخه کې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د محدودیدو په برخه کې د یادې ډلې یو بل اقدام دی.

رویټرز خبري آژانس ویلي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دا حکم د کابل په ګډون د افغانستان د شمالي ولایتونو خصوصي پوهنتونونو ته شوی کوم چې ټاکل شوېده د فبروري میاشتې په وروستیو کې پوهنتونونو ته د داخلیدو د کانکور ازموینه واخلي.

په دې حکم کې زیاته شوې، هغه پوهنتونونه چې په دې لارښونې باندې عمل ونکړي، له قانوني اقداماتو سره به مخ شي.

طالبان په داسې حال کې دا اقدام کوي چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې یې پوهنتونونو ته امر وکړ چې تر "بلې خبرتیا پورې" ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورنکړي.

تر دې څو ورځې وروسته د طالبانو حکومت په کورنیو او نړیوالو موسساتو کې هم د ښځینه کارکوونکو د کار مخه ونیوله.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، دغې سخت دریځې ډلې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو ته د تګ مخه هم نیولې ده.

خو د افغان میرمنو او نجونو په کار او تعلیم لګیدلي محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له خوا غندل شوي دي. غربي دیپلوماتانو خبرداری ورکړی که طالبان په رسمیت د پيژندلو او د اقتصادي فشارونو د کموالي فرصت غواړي نو د افغان نجونو او میرمنو په وړاندې دې خپل سیاستونه بدل کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد د چهار شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) په نیویارک کې د خبرو پرمهال له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره مرسته وکړي چې د دیارلسمې پېړۍ څخه راووځي او د یوېشتمې پېړۍ په لوري حرکت وکړي.

هغې وویل چې افغانستان ته یې د خپل سفر په مهال د طالب مشرانو سره په خبرو کې تر خپلې وسې هڅه وکړه چې په ښځو او نجونو باندې د هغوی لګول شوي‌ بندیزونه لېرې شي.

تر میرمن آمنې وروسته په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفیټس په مشرۍ یو پلاوي کابل ته سفر وکړ. نوموړي د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې د کار او تعلیم څخه د ښځو او نجونو د محرومیت په مسلو خبري وکړې.

سراج ‌الدین حقاني د ملګروملتونو دغه لوړپوړې پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم په برخه کې دایمي محرومیت مطرح نه دی او دا ستونزه به ژر حل شي.

افغانستان د نړۍ د بندیزونو له امله د اقتصادي کړکیچ سره مخ دی ځکه بانکي سکټور له مشکلاتو سره مخ دی او نړیوالو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې په میلیونونه افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.

خو نړیوال بانک تیره اوونۍ په یو راپور کې وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د حکومت په عوایدو کې زیاتوالی راغلی او صادرات ډیر شوي دي.

ددې خبر په جوړیدو کې د رویټرز خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی