شاته

د ناټو پخوانی جنرال د چک جمهوریت ولسمشر شو 

متقاعد جنرال پیټر پاول، د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۸ د چک جمهوریت ولسمشریزې ټاکنې وګټلې.

په ۱۹۹۳ کال کې د کمونستي نظام د پرځیدو وروسته پاول د چک جمهوریت څلورم ولسمشر شو چې میلیاردر او پخوانی صدراعظم اندریج بابیس ته یې په ټاکنو کې ماتې ورکړه.

۶۱ کلن پیټر پاول د خپل پوځي ماضي سره سم په ټاکنو کې ژمنه کړې چې د ټاکل کیدو په صورت کې د اروپايي ټولنې او ناټو د غړي هیواد لس نیم میلیون خلکو ته "نظم بیرته راولي".

پاول د خپل کمپاین په ویب پاڼه کې ویلي: "زه دا حقیقت له پامه غورځولی نشم چې دلته خلک په زیاتیدونکې توګه د ګډوډۍ، بې نظمۍ او بې باورۍ احساس کوي. دا چې دولت په یو ډول فعالیت بند کړی دی."

هغه زیاته کړې: "موږ اړتیا لرو چې دا بدل کړو. موږ اړتیا لرو چې د قواعدو له مخې لوبه وکړو، کوم چې د ټولو لپاره یو شان وي. موږ عمومي پاکونې ته اړتیا لرو."

پاول چې اصلاح شوې ږیره، سپین ویښتان لري او ورزشکار ښکاري د کمپاین په جریان کې ډیر کم لیدل شوي چې وخاندي، خو دې وضعیت هغه ته د رای ورکوونکو د رای ورکولو مخه نده نیولې.

خپلواک سیاسي شنونکي جان کوباسیک فرانس پرس ته وویل: "د هغه بې دلیله برتري داده چې هغه ډیر راښکوونکی او نمایشي ښکاري، حتی کله چې هغه یوازې ولاړ وي او هیڅ نه وایي."

پاول د ۱۹۶۱ کال د نومبر په لومړۍ نېټه زېږېدلی، د پخوانۍ چکوسلواکیا په پوځي ښوونځي او پوځي پوهنتون کې یې زده کړې کړې، چې هغه مهال پدې هیواد کې د مسکو له ملاتړ څخه برخورداره کمونستان په کې واکمن وو.

هغه د کمونست ګوند غړی شو او د اردو په لیکو کې یې چټک پرمختګ وکړ. د هغه منتقدین هغه ملامتوي چې پدې خاطر یې پوځي زده کړې کړي ترڅو د کمونیستي اردو لپاره د نظامي استخباراتو ایجنټ شي.

خو پاول په خپله ویب پاڼه لیکلي: "زه په یوه کورنۍ کې زیږیدلی یم چیرې چې د ګوند غړیتوب نورمال ګڼل کیده."

کله چې په ۱۹۸۹ کې کمونیزم ړنګ شو، پاول کمونست ګوند پریښود، خو د هیواد په استخباراتو کې یې کارکولو ته دوام ورکړ.

پاول چې یو مخکښ پاراټروپر (پاراشوتباز) دی هغه وخت مشهور شو کله چې هغه د ۱۹۹۳ په پیل کې د سربیا-کروشیا د جګړې له ساحې څخه د فرانسوي سرتیرو په آزادولو کې مرسته وکړه.

وروسته له هغه چې چک جمهوریت په ۱۹۹۹ کې له ناټو سره یوځای شو، پاول درې کاله په هالنډ کې د دي تړون په سیمه ایزه قومانده کې تیر کړل.

هغه دمخه تر دې چې د چک د پوځ لوی درستیز شي، د لندن په کینګز کالج کې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

په ۲۰۱۵ کې، هغه د ناټو د لوړپوړي پوځي چارواکي په توګه ددې تړون د پوځي کمیټې مشر شو.

پاول په خپله ویب پاڼه کې لیکلي: "د ۳۳ کلونو لپاره، ما زموږ د هیواد دموکراتیک او لویدیځ پلوه بهیر ته خدمت کړی دی."

هغه زیاته کړې، "زه باور لرم چې زما کړنې په څرګنده توګه هغه ارزښتونه ښیې چې زه ورته ولاړ یم او زه یې د ساتلو لپاره سختې مبارزې کولو ته چمتو یم."