شاته

د افغانستان او پاکستان تر منځ زیات شوي تجارت کې ډېره برخه د سکرو ده

واشنګټن - د نړيوال لا ولډ بېنک تازه رپورټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د تېر کال لومړیو نهو میاشتو کې پاکستان ته د صادر شوو توکو برخه 65% پورې ښيي او وايي زیاتره صادر شوو توکو کې معدن، سبزي او تاري تولیدات یا مصنوعات دي.

د افغانستان او پاکستان د کاروباريانو او تاجرانو ګډ چيمبرز مشر خان جان الکوزي وي او ای ډيوه ته وويل د افغانستان د تجارت غټه برخه د معدنياتو ده چې پکې سکاره یا کوله، مرمر، کرومايټ او ټالک چې افغانان يې په شو کاڼي يادوي په چين او پاکستان خرڅيږي.

ښاغلی خان جان تېر کال د افغانستان نه پاکستان ته د سکرو صادرات د 870 ملینو ډالرو پورې ښيي.

د پاکستان سره د کولې یا سکرو د تجارت په اړه الکوزي وويل دا يواځې د افغانانو تاجرانو کاروبار دی چې په خپل هېواد کې ياد معدن په افغانۍ کرنسۍ کې اخلي او بيا د پاکستاني شرکتونو او کمپنيانو سره شريک کاروبار او کارخانې لري.

مونږ د افغانانو او پاکستاني کاروباريانو او سرمايه کارو په لاهور، کراچۍ، پېښور او ان په چمن کې شريکې کارخانې لرو”.

افغانستان کې طالب واکمن نقدو پیسو ته اړتیا لري او پاکستان د انرژۍ د کمښت پورا کولو او په خزانه کې د لږو پیسو د چېلنج سره مخ دی. ځېني سوداګر وايي د سکرو د تجارت اوسنۍ بڼه دواړو خواو ته ګټه کوي.

د ولډ بېنک رپوټ د تېر کال نهو میاشتو کې د افغان صاداراتو کچه نزدې 1.7 اربه یا ملیارډو ډالرو پورې ښيي. په رپوټ کې د پاکستان وروسته د افغان صادراتو بل لوی بازار هند دی. نزدې 20% صادارات هند او پاتې نور چین او ایران ته ځي.

د افغان طالبانو د کانونو او پيټروليم وزارت چارواکي وايي حکومت يې د کومې بهرنۍ کمپنۍ سره رسمي قراداد نه لري او څومره تجارت او کاروبار چې کيږي دا شخصي شرکتونه او کمپنيانې کوي.

د وزارت چارواکي د وي او ای اشنا د کابل خبريال ته ويلي “وزارت يې د هيڅ کوم بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد نه دی کړی او قرارداد د افغان کمپنيو سره شوی. هغوی چې يې چيرې خرڅوي د هغوی کار دی”.

د پاکستان سره د تجارت په اړه د طالبانو چارواکي سپيناوی کوي چې دا معلومه خبره ده چې قرارداد په افغانيو کې کيږي ځکه کمپنۍ د افغانانو دي خو وايي پاکستان غواړي د سکرو/کولې کاروبار په کالدارو لا پاکستاني روپو کې وکړي ځکه کالداره د بهرنۍ کرنسۍ د مشکل سره مخ ده.

نړيوال بينک د افغانستان د اقتصاد په اړه ويلي د هېواد صادرات لا برامدات د کال 2021سره په پرتله د 2022 د جنورۍ نه د نومبر پورې نزدې 90% زيات شوي او 1.7 بيلين ډالرو ته رسېدلي.

رپورټ وايي په ياد کال کې د افغانستان د مالييې د ټولولو نظام هم مظبوط شوی چې د مارچ نه د ډيسمبر پورې 1.54 بيلين ډالرو ته رسېدلی.

افغان اقتصاد پوهان وايي د افغانستان په صادراتو کې د زياتوالي غټ لاس د کولې پاکستان ته صادرول دي.

خان جان الکوزی وايي د روان تجارت په اړه د افغانستان د حکومت او د پاکستان حکومت دومره اثر رسوخ ځکه نشته چې دواړه هېوادونه کوم رسمي قراردادونه نه لري. الکوزی وايي دواړه هېوادونه د ګومرک لا کسټم د حاصلاتو نه پرته بل کوم کار ورسره نه لري.

الکوزي وويل د کولې چې د خپل اصليت او تودوالي له کبله ورته جنس عالي ويل شوی، يو ټن اوس د دوه سوه ډالرو نه اوچت خرڅيږي چې د جنس د نړيوالې بيعې د کچې نه نزدې 10% په کمه بيه ورکول کيږي.

هغه وايي دا پخوا ډېر په ټيټه بيه خرڅېدله چې د يو ټن قيمت يې د شپېته ډالرو نه د اتيا ډالرو پورې و او زياته يې کړه د تېر په پرتله په کال 2022 کې د پاکستان سره نزدې 870 ميلينه ډالره تجارت شوی.

د ټالک او شوکاڼي د خرڅ په اړه الکوزي وويل د دې زيات تجارت د چين سره کيږي او څه تجارت د پاکستان سره هم شته چې نزدې 80,000 ټنه صادرات د ورځې کيږي. الکوزی وايي دا معدن په کاسميټېکس او دوايانو کې پکار راځي.

“مونږ د دې معدن د توليداتو نزدې 35 کارخانې يواځې په ننګرهار کې لرو”.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00