شاته

حنا کهر:د هنداو پاکستان پر پولو تاوتریخوالی او د خلکو وینې توهیدل د سیمې په ګټه نه دي

د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې حنا رباني کهر ویلي د هندوستان سره په اوسني وخت کې څه پټې خبرې نه دي روانې خو که چرې هند د پاکستان د غوښتنو تر مخه خبرې کوي نو پاکستان یې ورسره کولی شي.

دهغې وینا ده چې د هند لخوا د یو شمیر پارونکو ګامونو له امله دغه هیواد سره دپاکستان اړیکې خرابې شوې دي اؤ وایي د هندوستان او پاکستان پر پولو تاوتریخوالی او د خلکو وینې توهیدل د سیمې په ګټه نه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر خپل پاکستانی سیال بلاول بوټو زرداري ته د شانګهايي د همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده خو د پاکستان له اړخه د بهرنیو چارو د وزیر په یاده غونډه کې د ګډون کولو یا نه کولو په اړه تر اوسه څه پریکړه نه ده شوې.

څیړونکي وایي دې سفر څخه هیلې کیدای شي چې د دواړو ګاونډې هیوادونو تر مینځ دتاوتریخوالي د مینځه وړلو د پاره خبرې بیرته پیل شي.

د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې حنا ربانې کهر سینیټ کې د پوښتنو په ځواب کې وویل، پاکستان لېواله دی چې خپلې ختیځې او لویدیځې پولې یې پرامنه پاتې شي.

هغې وویل د روان حکومت په واکمنۍ کې د هندوستان سره پر پولو د ډزو پیښو کې کمی راغلی او پاکستان غواړي چې د سولې سفر ته دوام ورکړي.

اغلې کهر وویل پاکستان کې دنوي حکومت له راتګ وروسته هند سره څه پټې خبرې نه دې شوي.

"دا وخت هم څه پټې خبرې یا سوداګرې نه کیږي. خو زه دا ویل غواړم که چرې یوه داسې موقعه راشي چې هندوستان د پاکستان د غوښتنو تر مخه خبرې کوي نو پاکستان خبرې کولی شې خو که چرې بل اړخ ته یو داسې حکومت وي چې وزیراعظم یې وایي چې جوهرې وسله یې د دیوالي د پاره نه ده ساتلې نو بیا څه کیدای شي"

د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ته د شانګهایي د همکارۍ سازمان (ایس سې او) غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې چې ټاکل شوې د مئ په میاشت کې په هند کې ترسره شي.

پاکستان او هند له ۲۰۱۷ کال راهیسې د شانګهایي د همکارۍ سازمان (ایس سی او) دایمي غړي دي او سږ کال به هند د شانګهايي د همکارۍ سازمان د غونډې کوربه وي.

د پاکستان له اړخه په دغه غونډه کې د بهرنیو چارو د وزیر د ګډون کولو یا نه کولو په اړه تر اوسه څه باقاعده بیان مخې ته نه دی راغلی خو که چرې بلاول بوټو دغه بلنه ومني، دا به له دولسو کلونو وروسته هند ته د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير لومړى سفر وي.

تر دې مخکې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر په کال ۲۰۱۱ کې هند ته سفر کړی و.

د څیړونکو وینا ده د شانګهایي د همکارۍ په سازمان کې د ګډون لپاره غړو هېوادونو ته بلنه ورکول د کوربه هېواد ذمه واري وي نو ځکه پاکستان ته پکې د ګډون بلنه ورکول څه غير معمولي خبره نه ده.

البته د اسلام اباد د اسلامې پوهنتون د نړیوالو چارو پروفیسر منظور اپریدی وې او ای ډیوه سره خبرو کې وایي د دغه سفر څخه هیلې کیدای شې چې د دواړو ګاونډې هیوادونو تر مینځ تاوتریخوالې ختمولو د پاره خبرې او رابطې بیرته پیل شي.

هغه وایي که هند ته دبلاول بوټو سفر وشي نو دا به نورو ګټورو خبرو ته لاره جوړه کړي ولې چې په سیاست او د هیوادونو تر مینځ اړیکو کې یو ټکی هم وروستی نه وي.

د څیړونکو دا هم وینا ده چې د شانګهایي همکارۍ سازمان اصلي لوبغاړي لکه چین او روس هم غواړي چې د ګاونډي هیوادونو تر مینځ تاوترخوالي کې کمی راشی او دغه سیمه ییزه غونډه د دوئ د دښمنۍ له امله اغیزمنه نه شي .

څو ورځې وړاندې متحده عرب اماراتو ته د خپل سفر په مهال د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف العربیه ټي وي ته په یوه مرکه کې ویلي وو چې هند او پاکستان باید خپلې ټولې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي او د کشمیر د لانجمنې سیمې په ګډون پر نورو ټولو مسایلو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس هم د جنورۍ په ۲۴ مه د خبرې غونډې په مهال د هند او پاکستان ترمنځ د مثبتو اړیکو ملاتړ کړې و.

د پاکستان او هندوستان اړیکې د اوږدې مړدې راهسې د تاوتریخوالي ښکار دي او داړه هیوادونه پر یو بل د دوې په هیوادونو کې د لاس وهنې تورونه لګوي خو دا تاوتریخوالی هغه وخت نور هم زیات شو کله چې د کال ۲۰۱۹ په فرورۍ کې د هند د واک لاندې دکشمیر په پلواما سیمه کې دهندي پوځیانو پر کاروان ځانمرګي برید وشو چې شاوخوا ۴۰ هندي پوځیان پکې ووژل شول.

له دغه برید وروسته هند تور لګولی ؤ چې دا برید پاکستان کې میشت تندلارو کړی دی اؤ بیا یې د پاکستان بالاکوټ سیمې ته نزدې هواېې برید هم وکړو او دعوه یې وکړه چې سرجیګل سټراییک کې یې د ترهګرو پټځایونه په نخښه کړي دي.

تر دغې برید یوه ورځ وروسته د پاکستان هوايي ځواک د ځوابي عملیاتو په ترڅ کې د هند د هوايي ځواک یوه الوتکه وویشتله او پایلوټ یې ورله ونیولو چې وروسته هندوستان ته بیرته وسپارل شو.

د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په دې وروستیو کې د هند وزیراعظم نریندر مودې د ګجرات قصاب بللی و چې د هند د بي جی پي له اړخه پرې سخت عکس العمل مخې ته راغی ؤ او هند په رسمي توګه دغه څرګندونې په کلکه غندلې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00