شاته

طالبان احتمالا د هغو کسانو لست جوړوي چې غواړي ویې وژني- راپور

واشنګټن اګزماینر خپرونې په یو راپور کې ویلي په داسې حال کې چې نړۍ د ښځو په وړاندې د طالبانو له اقداماتو په غصه ده، د یادې ډلې مشران په پټه توګه د خپلو پاتې دښمنانو د وژلو‌ د لست په جوړولو بوخت دي.

دغې خپرونې ویلي، راپورونه وایي چې طالبانو د کلیو له مشرانو او وکیلانو غوښتي دي د هغو کسانو لست جوړ کړي چې د افغانستان له پخواني پوځ سره یې کار کړی او یا یې هم په هغه هیواد کې له بهرنیو ملاتړ کړی دی.

واشنګټن اګزماینر د افغانستان د یو اوسیدونکي په حواله لیکلي چې د طالبانو د استخباراتو کارکوونکي ګمارل شوي څو د نظر وړ کسانو موقعیت معلوم کړي.

دغې سرچینې زیاته کړې، څو کسان چې له پخواني حکومت سره یې اړیکه درلوده او یا یې هم له ناټو ځواکونو سره کار کړی، نیول شوي او څو نور د طالبانو د استخباراتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په یو مکتوب کې چې ویل کیږي د طالبانو د استخباراتو دی او په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی د پخوانیو پوځیانو نومونه ذکر شوي او د هغوی د نیول کیدو امر شوی دی.

امریکا غږ نشي کولی په خپلواک ډول ددغه مکتوب صحت تائید کړي.

د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د «رواداري» په نوم یو سازمان وویل چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۲ د نومبر تر میاشتې پورې په افغانستان کې ۶۳۳ ولسي خلک، د مخکني حکومت نظامیان، سلفیان، د مقاومت جبهې غړي او نور وژلي دي.

ددغه سازمان د راپور له مخې په دې موده کې ۳۲۰ کسان په کندهار،۱۱۳ په پنجشیر، ۱۰۰ تنه په ننګرهار او نور په سر پل کې وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه ددې راپورونو په اړه څه ندي ویلي خو د یادې ډلي چارواکو تر دې مخکې ویلي دي چې طالب مشرانو پر افغانستان له واکمنیدو وروسته، عمومي عفوه اعلان کړې او له دې امله هغوی له هیچا سره دښمني نلري.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته ویلي وو " خپل سرې نیونې اصلا اجازه نشته. وروسته له هغه چې اسلامي‌ امارت پر ټول افغانستان تسلط ټینګ کړ، هیڅ خپل سری مورد لیدل شوی ندی او که ثابته شي عاملین به تر نیول کیدو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي."

هغه څرګنده کړې وه چې له عمومي عفوي وروسته، اصلا د خپلو سرو وژنو او د پخوانۍ ادارې د ځواکونو د وژلو اجازه نشته. خو هغه څرګنده کړه داسې " متعدد موارد لرو چې د شخصي غچ اخیستنې په هدف " شوي او عاملین یې زنداني شوي دي.

د واشنګټن اګزماینر راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د مهاجرت د خاصو ویزو په زرګونه غوښتونکي اوس هم‌ په افغانستان کې دي او له هغه هیواد څخه د وتلو هڅه کوي.

ددې راپور له مخې، ډیری دغه کسان هڅه کوي د طالبانو ګیر ته ونه لویږي ځکه یاده ډله اوس د امریکایانو سیستمونو ته لاسرسی لري کوم چې د هغوی معلومات پکې دي.

واشنګټن اګزماینر د No One Left Behind موسسې د یو مسول جیف فنوف په حواله چې د امریکا د مهاجرت د خاصو ویزو د متقاضیانو د لیږد په بهیر کې مرسته کوي لیکلي چې ، غیر انتفاعي ډلې، په جدي اندیښنې سره د طالبانو غچ اخیستونکي اقدامات تعقیبوي.

هغه ویلي چې No One Left Behind د مهاجرت د خاصو ویزو د ۳۰۰ متقاضیانو د وژل کیدو موارد راټول کړي دي. فنوف زیاته کړې چې دا کسان ځکه وژل شوي چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کاوه.

خو یاد سازمان په خپلواک ډل دغه موارد تائید کړي ندي، خو په دې منځ کې حد اقل ۱۸۲ موارد چې څیړل شوي د مهاجرت د خاصو ویزو هغه غوښتونکي وو چې د خپلو ویزو د ترلاسه کیدو‌ په تمه وو.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ وسله والو کسانو د افغانستان د پخوانۍ ولسي‌ جرګې غړې مرسل نبي زاده په خپلو کور کې ووژله.

اګزماینر ویلي دا تر اوسه روښانه نده چې آیا د پارلمان دا پخوانۍ غړې د طالبانو په امر وژل شوي او یا هم طالبان ندي توانیدلي په هغه هیواد کې امنیت ټینګ کړي.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما او د بښنې نړیوال سازمان هم د ‌طالبانو له خوا په غیر قانوني ډول د سل ګونو کسانو د وژل کیدو راپور ورکړی وو. خو طالبانو تل دا راپورونه رد کړي دي.