شاته

د پاکستان پوځ وایي څلور عسکر يې د ایران پولې سره نزدې حمله کې وژل شوي

د پاکستان پوځ ويلي د شورو/چهار شنبې په ورځ د بلوچستان په پنجګور ضلع کې د ايران د خاورې نه په پاکستاني عسکرو ترهګر بريد شوی چې په نتيجه کې يې څلور عسکر وژل شوي.

د پوځ د ميدیا څانګې اي ايس پي ار په يو بيان کې ويلي شوي “نن په يوه ترهګره پېښه کې چې د ايران د خاورې نه تر سره شوې په پنجګور کې څلور پاکستاني امنيتي چارواکي شهيدان (وژلي) شوي”.

ايي اېس پي ار مطبوعاتو سره شریک کړی شوي بیان کې وویل په پاکستاني امنيتي ځواکونو په قافله داسې حال کې حمله وشوه چې د ایران سرحد سره نزدي یې پيټرولېنګ یا ګزمه کوله. په بيان کې ويلي شوي ايران ته د پېښې خبرداری ورکړل شوی او غوښتنه تې شوې چې حمله کونکي دې تعقب کړي.

د پاکستان صدر عارف علوي په پاکستاني عسکرو د ترهګر بريد غندنه کړې او وژل شوو تنانو ته یې د هغوی په قربانۍ د ستاينې الفاظ کارولي او ويلي يې دي ټول پاکستانيان عزم لري چې د ترهګرۍ خلاف جنګ وکړي.

د پاکستان وزير خارجه بلاول بهټو زرداري هم د بريد غندنه کړې او په يو بيان کې يې د وژل شوو عسکري چارواکو په مرګ خفګان څرګند کړی. هغه ويلي “شهيد کړل شوي چارواکي د هېواد اتلان دي. چا چې دا بريد کړی قيمت به يې پرې کوي”.

تېر کال په اکتوبر کې ايراني چارواکو د پاکستان سره د تفتان پوله د دوو ورځو د پاره تړلې وه ځکه چې د ایران په زاهدان ښار کې مظاهره کونکو د ايراني امنيتي ځواکونو سره جنګونه شوي وو. زاهدان د ایران د سيستان بلوچستان صوبې مرکز دی.

په فيبروري کال 2021 کې د پنجګور پوله د تشدد نه د ډکو مظاهرو په نتيجه کې تړلې شوې وه ځکه چې د سيستان بلوچستان په ساروان سيمه کې په حکومتي ځايونو حملې شوې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00