شاته

امریکا او بریتانیا وايي ایران سره به د خلکو د حقونو د نقض کولو په اړه حساب کوي

د امریکا متحد ایالتونه او بریتانیا وايي چې له ایران سره به د ایرانیانو د حقونو څخه د سرغړونې په اړه حساب او کتاب کوي. دواړو هېوادونو د ایران له لوري د یو ایراني-بریتانوي اعدام کول هم په کلکه وغندل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خبریالانو ته وویل چې د عليرضا اکبري اعدام کول د ایران د حکومت د سرغړونو ښه بېلګه ده چې د خپلو خلکو «نیول، شکنجه، په زوره ترې اعتراف اخیستل او نا عادلانه اعدامونه» په کې شامل دي.

انتوني بلینکن وویل: «موږ د ښاغلي اکبري په اعدام خواشیني یو، هاغسې چې د مظاهرو له پیل راهېسې د ایران په سړکونو باندې د هر څه [چې پېښېږي] په لیدلو خواشیني یو.»

په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له وژنې وروسته هلته د حکومت په ضد لویې مظاهرې پیل شوې او د ایران حکومت زرګونه کسان نیولي، توقیف کړي او ځينې یې اعدام کړي دي. د بشري حقونو سازمانونو د ایران دا کړنې غندلي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي، چې تېره ورځ جنوري ۱۷ (مرغومې۲۷) په واشنګتن کې له انتوني بلینکن سره ولیدل، وویل چې دواړه امریکا او بریتانیا «د ایران د زړورو او ویاړلیو خلکو تر څنګ ولاړ دي چې خپل حقونه او له ترهې او ځپنې څخه ازاد ژوند» غواړي.

نوموړي وویل چې د علیرضا اکبري په اعدام کې دخیلو ایراني مقاماتو باندې یې بندیزونه لګولي دي چې د ایران لوی څارنوال او د دغه هېواد «اخلاقي پولیس»، چې د مظاهره چیانو په ځپلو کې دخیل دي، شامل دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «زما ساده پیغام دا دی چې هغوی باید بدل شي- زموږ د ګټو لپاره، نه زموږ د غوښتنې او عمل لپاره، بلکې د خپلو خلکو لپاره چې له هغوی څخه غواړي بدل شي.»

د ایران حکومت تېره اونۍ علیرضا اکبري بریتانیا ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ. د بریتانیا پارلمان له حکومت څخه غواړي چې په ایران باندې د نورو بندیزونو په لړ کې د هغه هېواد سپاه پاسداران هم د بریتانیا د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل کړي.