شاته

د برېښنا تولیدوونکې سترې ترکي بېړۍ اوکراین ته برېښنا ورکوي

په داسې حال کې چې د اوکراین د برېښنا پر تاسیساتو باندې د روسیې بریدونو په میلیونونو اوکراینیان په تیاره کې کښېنولي، یو ترکي شرکت وايي، د مرستې دپاره اوکراین ته د برېښنا تولیدوونکو سترې بیړۍ لیږي.

د ترکيې د "کارپاورشپس" شرکت د برېښنا تولیدونکې کښتۍ د نړۍ په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي او په میلیونونو کورونو ته برق برابروي.

روسیې په دې وروستیو کې د اوکراین په ملکي تاسیساتو بریدونه زیات کړیدي. په دغو بریدونو کې د خلکو له کورونو برسېره د برېښنا تاسیسات هم په نښه کیږي.

د ډیموکراټیکو نوښتونو د بنسټ غړي، پیترو بورکوفسکي وویل: : "دوی دغه کار د دې لپاره کوي چې د امکان ترحده زیات اوکراینیان ووژني، خو دغه کار په غیر مستقیم ډول کوي، د برېښنا، تودوښې او اوبو په نشتون کې د خلکو لپاره د نه تحمل وړ شرایط رامنځته کوي."

خو ترکي شرکت کارپاورشپ وايي، کولی شي د اوکراین د برېښنا د ستونزې له حل سره مرسته وکړي. زینب هاریز ایلماز ددې شرکت استازې ده او وايي: "مونږ د اوکراین د برېښنا له شرکت او د اوډیسا له سیمه ییز حکومت سره د اګست له میاشتې راهیسې په تماس کې یو. مونږ کولی شو چې په لومړي پړاو کې د ۳۰۰ میګاواټو کښتۍ ځای پرځای کړو. ۳۰۰ میګاواټه د اوډیسا د بیلابیلو بندرونو لپاره. ۱۰۰ میګاواټه د اوډیسا بندر او اړوند تاسیساتو لپاره او نوره د اوډیسا په شاوخوا کې پرتو سیمو لپاره."

د اوکراین د برېښنا د ملي شرکت مسئول، ولادیمیر کودریتسکي، وايي د روسي ځواکونو له خوا د برېښنا پر تاسیساتو د بریدونو له زیاتېدو وروسته د برېښنا جنراټورونو ته ډیر ضرورت دی.

کودریتسکي وویل: "اوکراین اوس د برېښنا د تولید له لویې ستونزې سره مخامخ دی. د حرارتي او آبي برېښنا ډیرې کارخانې خرابې او یا هم له منځه تللې دي. له همدې کبله له بده مرغه د برق اړتیا نه شو پوره کولی. دا مو ډیر غټ مشکل دی او په همدې خاطر په دوراني شکل سره د برېښنا جریان قطع کوو."

د برق د کښتیو خوندي ساتل هم یوه لویه ستونزه ده. د کارپاورشپ شرکت چارواکي وايي انقره له مسکو سره ښې اړیکې لري خو دا معلومه نده چې دغه کار به د دوی کښتیو ته خوندیتوب برابر کړي که نه. دوی وايي د نورو حل لارو د موندلو په لټه کې دي.

زینب هاریز ایلماز زیاته کړه: "مونږ اوس د امریکايي‌ موسسو په ګډون له بیلابیلو خیریه ټولنو سره په اړیکه کې یو. د مولدووا او رومانیا له چارواکو سره هم په رابطه کې یو چې په دغو هیوادونو کې د کښتیو د ځای پرځای کېدو په احتمال باندې غور وکړو."

د کارپاورشپ شرکت وايي یوه کښتۍ اوکراین ته په نږدې سیمه کې ده او ښايي د یوې میاشتې په موده کې د برېښنا د رسولو لپاره جوګه شي، خو ښايي د برق د پیسو ورکړه لویه ستونزه وي. ځکه معلومه نده چې دغه پیسې اوکراین پرې کوي اویا یې کومه نړیواله اداره ورکوي.