شاته

برتانیې اوکراین ته د نورو ټانکونو د استولو ژمنه کړې

واشنګټن – د برتانیې لومړي وزیر ژمنه کړې چې اوکراین ته به د چلنجر ټو په نامه نور ټانکونه استوي چې د روسانو د یرغل په وړاندې جګړه کې ترې کار واخلي، خو دمګړۍ روښانه نه ده چې برتانیه به په کوم شمېر ټانکونه استوي.

د برتانیې لومړي وزیر رېشي سونک د شنبې یا خالي په ورځ د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي سره په ټیلیفون خبرې کړي.

د دوی له خبرو وروسته زېلینسکي په ټویټر لیکلي، چې هغه د برتانیې له لومړي وزیر څخه د دغې پرېکړې له امله مننه وکړه چې نه یواځې د جګړې په ډګر به مونږ ځواکمن کړي بلکه نورو شریکانو ته به هم سم پیغام واستوي."

اوکراین ته د برتانیې لخوا د نویو ټانکونو د استولو دغه اعلان یواځې څو ساعته وروسته له هاغې وشو چې په پلازمېنه اوکراین کې د شنبې یا خالي‌ په ورځ یو شمېر چاودنې وشوې.

چارواکو ویلي، چې په دغو چاودنو کې په کیېف کې مهمې بنسټیزې ودانۍ په نخښه شوي خو دا یې نه دي‌ ویلي، چې څه پکې ویجاړ شوي دي.

چاودنې د ښار په ډنېپرو برخه کې شوي او د توغندیو ټوټې د هولوسېوسکي سیمې په هغو برخو کې غورځېدلي چې خلک پکې نه اوسېدل.

د اوکراین په شمالي ښار سولېدار کې داسې ښکاري چې دواړو خواو ته د جګړې لاسته راونې یو ډول دي.

روسانو پکې د جمعې په ورځ د مالګی د کانونو ښار د نیول دعوه کړې او اوکرایني ځواکونه وايي، چې جګړه دوام لري.

که چېرې د روسانو ادعا سمه وي نو دا به د روسانو لخوا د ګڼو پوځي په شاتګونو څخه وروسته لومړۍ ستره لاسته راوړنه وي.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د جمعې په ماښام په یوې ویډیوي وینا کې ویلي،‌ چې په یاد ښار او همدارنګه د اوکراین د ختیځې سیمې ډونیڅک په نورو برخو کې اوس هم جګړه روانه ده.

اوکرایني چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ماسپښین ویلي وو چې په سولیدار ښار کې تر ۵۰۰ زیات ملکیان بند پاتې دي چې ۱۵ پکې ماشومان هم دي.

بل پلو د روس د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې بیلروس هم ښايي د روس په پلوي د اوکراین جګړې ته ور ننوځي.

روس د فیبرورۍ په ۲۲ نېټه له بیلروس څخه په اوکراین باندې د خپل برید لپاره د خیځ د تخښتې په څېر کار واخېست خو اوس هلته په سرحدي سیمو کې درانه سېلابونه دي او دمګرۍ ترې د یو بل ستر برید وېره نه څرګندېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

په پېښور کې د معذورانو د پاره جوړ شوي سنټر کې نندارتون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00