شاته

اسرائیلي ځواکونو دوه فلسطینیان ووژل

د فلسطین صحي چارواکو د شنبې په ورځ جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۴) وویل چې اسرائیلي ځواکونو د اردن سیند‌ په لودیځه غاړه کې د یو لړ عملیاتو پرمهال دوه فلسطینیان وژلي دي.

دغو چارواکو همدارنګه زیاته کړې هغه فلسطیني چې دوه اوونۍ وړاندې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې ټپي شوی وو، ژوند له لاسه ورکړی دی.

بلخوا د اسرائیل اردو ویلي، وروسته له هغه چې وسله والو کسانو له یو تیریدونکي موټر څخه د هغوی پر پوځیانو ډزې وکړې، دوی هم ځوابي ډزې وکړې. اسرائیلي ځواکونو ویلي چې د هغوی سرتیرو له موټر څخه ام ۱۶ ډوله ټوپک ترلاسه کړ.

د روان میلادي‌ کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۱ فلسطینیان له اسرائیلي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي او تر اوسه په سیمه کې د تاوتریخوالو د کمیدو نښې نه لیدل کیږي.

اسرائیل د تیر کال په پسرلي کې وروسته له هغه خپل بریدونه زیات کړل چې د فلسطینیانو په بریدونو کې ۱۹ اسرائیلیان ووژل شول. اسرائیل وایي‌ ددغو عملیاتو هدف د نظامي شبکو له منځه وړل او د هغو د راتلونکو بریدونو شندول دي.

خو فلسطینیان د اسرائیل بریدونه د خپلې خاورې د هغو سیمو د ۵۵ کلن اشغال ډیر تثبیت بولي چې یاد هیواد یې ځانته مهمې بولي.

د اسرائیل د بشري حقونو د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اردن سیند په لودیځه غاړه او بیت المقدس ته نږدې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې کابو ۱۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیل وایي اکثره کسان چې په دې بریدونو کې وژل شوي تندلارې وو خو زیاته کړې یې ده یو شمیر فلسطینیانو چې ډبرې اورولې او هغه ځوانان چې په نښتو کې دخیل نه وو هم وژل شوي دي. د هغو شمیرو له مخې چې اسرائیل خپرې کړي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د فلسطین د بریدونو له امله ۳۱ کسان وژل شوي دي.

اسرائیل د ۱۹۶۷ میلادي کال د جګړې پرمهال د اردن سیند لودیځه غاړه اشغال کړه. له هغې مودې راپدیخوا نوموړي هیواد په دې سیمه کې د ۵۰۰ زره کسانو لپاره ۱۳۰ ښارګوټي جوړ کړي دي.

فلسطینیان هڅه کوي چې د اردن سیند لودیځه غاړه د خپل راتلونکي حکومت یوه برخه وګرځوي او د یهود میشتو ښارګوټو جوړول د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د لانجې د هواري عمده دلیل بولي.