شاته

سټېټ بینک: پاکستان ته د بهر نه رالیږل کېدونکو پنګو کې 19 فيصدي کمی راغلی دی

د پاکستان مرکزى بینک ویلي چي د کال 2022م د دسمبر دمیاشتې دوران کې بهرنیو هېوادونو کې مېشته پاکستاني کارکونوکو د 2 اربو ډالره ترسيلات زر هیواد ته استولي دي چې د تېر کال هم ددې مياشتې په مقابله کې 19 فيصدى کم دي.

د مرکزى بینک شمېرې ښايي چې په دې کې په مياشتني بنيادونو 3.2 فيصدي کمی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا مهال د ډالر د کمي د سخت بحران سره مخامخ دی او د مرکزى بینک سره د غېر ملکي زر مبادلې ذخیرې هم 4 اربه، 30 کروړه ډالره پاتې شوي دي چې د دريوؤ هفتو د درامداتو لپاره هم پوره نه دي.

د روان مالي کال 2022-23 لومړيو شپږو مياشتو جولایي نه تر دسمبر پورې د سمندر پورې پاکستاني کار کوونکو لخوا هیواد ته استول شوي ترسيلات زر کې 11.1 فيصدى کمی راغلی دی.

د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په بهرنیو هیوادونو کې دمېشتو پاکستاني وګړو لخوا 14.1 اربه ډالره ترسيلات زر لېږل شوي وو.

د کرنسۍ او مالي چارو پوهان وايي دا ځکه چې اوس خلک د سرکاري او قانوني لارو پرځاې په نورو لارو پېسې رالېږي ځکه چې د بینک په پرتله پرانستي او تور مارکېټ کې د ډالر نرخونه زيات دي.

دا مهال په پاکستان کې د بینک دننه د يو امريکايي ډالر نرخ 228 روپۍ، خلاص مارکیټ کې 237 روپۍ او په خړ یا ګری مارکیټ کې يو امريکايي ډالر د 250 روپو څخه په زياته بیه پلورل کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر شاهد حسن صديقي ډيوه سره خبرو کې ددې کمي بنيادي علت تېرکال د فرورۍ مياشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د تېر حکومت لخوا د ايي ایم ایف سره د کړې لوظنامې د شرطونو سرغړونه ښايي.

هغه وايي له هغې وروسته چې ايي ایم ایف پاکستان ته د قرض پېسو قسط ورکول ودرول نو د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر غورځېدل پېل شول.

ښاغلی صديقي وايي کال 2022م کې د فرورۍ په 28مه د يو امريکايي ډالر نرخ 177 روپۍ و او اوس دا په ببنک کې 228 روپو ته ختلی دی خو ددې سره سم په پرانستي مارکيټ او خړ مارکیټ کې د ډالر نرخ زياتېدل پېل شول.

دهغه په وینا "چې کله خلکو ته په خلاص مارکیټ کې د ډالر زيات نرخ ترلاسه کېږي نو هغوي به ارومرو ترسيلات زر د حوالې او هنډۍ په غېر قانوني لارو استوي"

د روان مالي کال د جولایي نه تر دسمبر مياشتې په مجموعي توګه د 14.1 اربه ډالرو ترسيلات زر هیواد ته راغلي وو چې دا د تېر کال هم ددې مياشتې په مقابله کې 11.1 فيصدي کموت ښایي .

په پاکستان کې د پېسو بدلوونکې اتحادیې مشر ملک بوستان ډيوه سره خبرو کې ویلي د سمندر پورې پاکستاني کار کوونکو لخوا د ترسيلات زر د هنډۍ او حوالې د لارې استولو لويه وجه افغانستان ته د ډالر تګ دی او وايي هغه داسې چې افغانان د تور مارکیټ څخه ډالر په ګرانه بیه اخلي.

ملک بوستان مخکې وايي ددې يوازینی حل د ډالر يو رېټ ټاکل او ددې ترڅنګ د ډالر د قاچاق او د افغان ټرانزټ ټرېډ د ناسم کارېدو مخه نېول دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د نورو ځايونو سره سره په سوات کې هم د ګرانۍ خلاف احتجاج شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00