شاته

څېړونکي وایي د پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو په ماتېدو مرکزي حکومت له قانوني جنجالونو سره نه مخ کیږي

څېړونکي وايي دپنجاب او خېبر پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ دایین ترمخه ماتول کیږي نو ځکه دې سره مرکزي حکومت دڅه رقم قانوني پيچيدګيو سره نه شي مخ کيدای.

دوی وايي خو دا اييني عمل به ضرور په مرکز کې اتلافي حکومت د سياسي فشار او مسلو سره مخ کړي ځکه چې مرکز کې واکمن دغه اتحادي ګوندونو د ټاکنو لپاره هغه هومره نه دي تيار څومره چې پاکستان تحريک انصاف ګوند په دې تېرو څو مياشتو کې ځان تيار کړی دی۔

څېړونکي په دې نظر دي چې د ايين او قانون ترمخه هر ډول ټاکنې په وخت ترسره کولو سره جمهوريت او جمهوري ادارې زياتې پیاوړې کېږي او د خلکو پرې باور جوړېږي۔

د پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبليو دتحليل کېدو یا ماتېدو په اړه د پېښور پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد پروفېسر عبدالروف وي او ای ډيوه ته وايي چې دا ګام د ايين او قانون مطابق اخستل کېږي او دې سره مرکزي حکومت ته څه رقم قانوني چېلنج يا مشکل مخې ته نشي راتللی۔

نوموړي وويل" که دا اسمبلۍ ماتې شي او دوباره ټاکنې کېږي نو دا به زمونږ په تاريخ کې يوه نوې اضافه وي چې ګنې مرکزي حکومت به پخپل ځای وي او دوو نورو صوبو کې به هم حکومتونه وي او په دوو صوبو کې به ټاکنې کېږي لکه څنګه چې زمونږ په ګاونډې هېواد (هندوستان) کې مسلسل دا يو پرېکټس روان دی نو په دې وجه دغه څه د تشويش خبره نه ده"

د پنجاب وزير اعلی چوهدري پروېز الهي د اعتماد ووټ اخيستو وروسته د جنورۍ په 12مه د صوبې ګورنر ته د اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه لېږلې ده۔

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتولو په هکله د صوبايي حکومت ترجمان بیرسټر محمد علي سېف ميډيا ته لېږلي يو پېغام کې ويلي چې د پنجاب اسمبلۍ ماتېدو وروسته به دا اسمبلي هم ماته کړل شي۔

د قانوني چارو پوهان وايي کومه اسمبلي چې د وخت نه وړاندې ماته کړل شي نو دا د اليکشن کمېشن زمه واري ده چې درېوؤ مياشتو کې دننه به د اړونده ادارو په مرستې سره د هغې اسمبلۍ لپاره ټاکنې ترسره کوي۔

د پېښور پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد اسسټنټ پروفېسر محمد زبير وي او ای ډيوه ته وايي چې پاکستان تحريک انصاف ګوند د نورو سياسي ګوندونو په پرتله د ټاکنو لپاره زياتې تيارۍ کړي او هم دغه وجه ده چې په مرکز کې اتحادي حکومت د سياسي فشار سره مخ کېدای شي۔

هغه زياته کړه: " ليکن پي ډي ايم نه د ټاکنو خپل مهم چلولی دی او نه يې دا منله چې دومره زربه په دې دوو صوبو کې اليکشن وشي، نو يو پوليټيکل بحران خامخا په دې وخت کې جوړ شوی دی چې حکومت في الحال په شش وپنج کې دی چې اليکشن اړخ ته لاړ شي يا وروسته داسې ريليف ترلاسه شي چې په دې صوبو کې نګران حکومت وچلېږي او دلته هم عامو ټاکنو سره انتخابات وشي"

ځيني څېړونکي وايي په داسې حال کې چې هېواد د اقتصادي ستونزو سره مخ دی په جدا جدا وخت کې د صوبايي او مرکزي اسمبليو ټاکنې کول به موجوده حکومت لپاره يو لویې چېلنج وي۔

خو په اسلام اباد کې مېشت د پارلېماني چارو شنونکی قريش خټک وي او ای ډيوه ته وايي ټاکنې د ايين او قانون ترمخه په وخت ترسره کول د جهموريت دپیاوتیا او په جهموري ادارو د خلکو د باور سوب ګرځي.

" زه دا ګڼم چې حالات څومره هم خراب وي او څومره هم مشکل وي اليکشن چې هر څنګه وي که هغه بلدياتي، صوبايي يا د قامي اسمبلۍ وي دا پخپل وخت کول پکار دي او دې سره به جمهوريت وده مومي"

د تېرکال داپريل په 9مه دپاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د بې باورۍ تحريک د لارې د وزير اعظم د څوکۍ څخه لرې لری کړل شوی ؤ چې له هغې وروسته نوموړي د موجوده حکومت خلاف تحريکونه پېل کړي او د وخت نه وړاندې د ټاکنو غوښتنه کوي۔

تېر کال په راولپينډۍ ښار کي د حکومت پر ضد راجمع شويو مارچ کوونکو ته عمران خان ويلي وو چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ پریښودو سره د هغه په وېنا د "اوسني کرپټ سیاسي نظام" څخه ځان جدا کوي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د نورو ځايونو سره سره په سوات کې هم د ګرانۍ خلاف احتجاج شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00