شاته

ما کله هم نه دي ويلي په افغانستان کې دننه به اهداف په نخښه کوو: رانا ثنأ الله

واشنګټن - د پاکستان د داخله چارو وزير رانا ثناالله د خپلې خبرې په شا شوی او په اسلام اباد کې يې يو خبري کنفرنس ته ويلي، ده کله هم دا نه دي ويلي چې په افغانستان کې دننه به هغه اهداف په نخښه کړي د کومو نه چې پاکستان ته خطره پېښه ده.

د دې نه وړاندې د رانا ثناالله په حواله په ميډيا کې خبر خور شوی و چې که چرې افغان طالبانو په افغانستان کې ميشت د تحريک طالبان پاکستان خلاف ګامونه وانه خستل نو پاکستان حق لري په افغانستان کې هغه ترهګر په نخښه کړي کوم چې په پاکستان کې ترهګري کوي.

د رانا ثنالله په بيان د افغان طالبانو د حکومت وياند ذبېح الله مجاهد سخت غبرګون ښودلی و او په يو بيان کې يې ويلي وو پاکستان دې د بې بنياده او پاروونکي ويناګانو نه ډډه وکړي ګني طالبان د افغانستان په دفاع د هر چا نه ښه پوهيږي او په دفاعي جنګ کې د هرچا ډېره تجربه لري.

د اسلام اباد د پوليس د مشر اکبر ناصر خان سره په ګډ خبري کانفرنس کې رانا ثناالله وويل د تحريک طالبان پاکستان سره د امن د خبرو اتر يواځينی او وړومبی شرط دا دی چې طالبان به وسله ږدي، ايين او قانون به مني نو هله به خبرې کيږي.

رانا ثناالله دا دعوه هم وکړه چې د تحريک طالبان پاکستان هغه غړي يې نيولي چا چې د سوشل ميډيا د لارې دړکه ورکړې وه چې د پاکستان په پارلمان به حملې کوي.

تحريک طالبان په يو تازه بيان کې دا هم ويلي د پاکستان مسلم ليګ ن او پاکستان پيپلز ګوند غړي به هم په نخښه کوي.

قامپاله ګوند عوامي نيشنل پارټي د پخوا نه د ټي ټي پي په هېټ لېسټ ده او د ګوند د مشرانو د وينا ترمخه نزدې 1200 مشران او ملګري يې د ترهګرې ډلې د بريدونو ښکار شوي او وژل شوي.

د پېښور ارمي پبلک سکول د يو نيم سل نه زيات ماشومانو، استاذانو او نورې عملې د وژلو ذمه واري ټي ټي پي منلې وه خو د طالبانو پخوانی وياند احسان الله احسان د پاکستاني استخباراتي ادارو د ولقې نه سره د خپلې کورنۍ په حفاظت کې وتلی و.

د وي او ای اردو سروس د خبر ترمخه د خارجه چارو وزير ويلي د قامي سلامتيا کميټۍ په غونډه کې د ترهګرو خلاف د صفر زغم کولو پرېکړه شوې او په دې لړ کې به هره يوه صوبايي د ترهګرۍ ضد څانګه نوره مظبوطولی شي.

هغه وويل په پارلمان د حملې کولو دړکه ورکونکي دانيال او زبير د نيولو وروستو د اوه ورځو په ريمانډ متعلقه ادارو ته حواله کړل شوي.

رانا ثناالله په ساهېوال کې د ترهګرۍ ضد ادارې د دوه افسرانو وژنه غټ زيان بللی او ويلي يې دي وژل شوي ډاېرېکټر صادق د ترهګرو خلاف يو شمېر کامياب اپرېشنونه کړي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00