شاته

د تهران پوهنتون د افغان نجونو د قبولۍ 'بودیجه پنځه برابره زیاته' کړه 

د ایران د تهران پوهنتون مشر محمد مقیمي وايي چې چمتو دي هغه افغان نجونې په پوهنتون کې ومني چې په خپل هېواد کې له زده کړو پاتې دي.

د ایران دولتي اژانس «ایرنا» د تهران پوهنتون د مشر له خولې لیکلي دي چې دا نجونې د تحصیلي سوابقو او اسنادو په اساس به په پوهنتون کې داخلې شي.

مقیمي همدغه راز په پوهنتون کې د افغان نجونو د «تحصیلي بورسونو د بودیجې د پنځه برابره کېدو» خبر هم ورکړی دی.

نوموړي ویلي دي چې د تهران پوهنتون د افغانستان او عراق په ګډون د هغو سیمو محصلین مني چې د «مقاومت محور» دي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت تر دې دمه هېڅکله هم افغان طالبان د «مقاومت محور» په نوم یاد کړي نه دي.

د ایران حکومت له هغه وروسته دا اقدام وکړ چې د طالبانو حکومت څو ورځې مخکې په افغانستان کې نجونې له پوهنتونونو څخه منع کړې او تر «امر ثاني» پورې یې د پوهنتونونو دروازې د نجونو په مخ وتړلې.

د تهران پوهنتون مشر د طالبانو په دغې پرېکړې اعتراض ونکړ خو زیاته یې کړه: «د الهي احکامو د نه مراعت کولو په اړه اندېښنې د درناوي وړ دي او باید دا وڅېړل شي چې د هغو خلکو اندېښنې چې دا پرېکړه یې کړې ده، څه دي.»

د ایرنا د راپور په اساس، د تهران پوهنتون سربېره «الزاهرا» په نامه بل پوهنتون هم د ۵۰ افغان نجونو د قبولۍ لپاره چمتوالی نیولی دی او ویلي دي چې د لیلیې کارونه یې بشپړ شي، نورې افغانې محصلینې به هم ومني.

همدغه راز د «کوثر بجنورد» په نامه د نجونو یو بل پوهنتون هم اعلان کړی چې د افغانستان محصلین مني.

د ایرنا د راپور په اساس، په قم کې د «حضرت معصومه» په نامه پوهنتون هم اعلان کړی دی چې ۳۰۰۰ نجونې به په حضوري بڼه او ۱۰۰۰ نور به د انلاین له لارې ومني.

تېره اونۍ د ایران د «پیام نور» پوهنتون مشر ابراهیم تقي زاده اعلان وکړ چې ۵۰۰۰ افغان محصلین به ومني.