شاته

طالبانو په ۱۵ میاشتو کې څه باندې ۶۳۰ تنه وژلي دي - راپور 

د «رواداري» په نوم یو سازمان وايي چې طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۲ د نومبر تر میاشتې پورې په افغانستان کې ۶۳۳ ولسي خلک، د مخکني حکومت نظامیان، سلفیان، د مقاومت جبهې غړي او نور وژلي دي.

«رواداري» د بشري حقونو یو سازمان بلل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته له افغانستان څخه د باندې جوړ شوی.

د دغه سازمان په راپور کې چې نن چهارشنبه جنوري څلورمه (مرغومې۱۴) خپور شوی راغلي دي چې دوی په کندهار، پنجشیر، ننګرهار او سرپل کې د طالبانو له لوري د خپل سرو وژنو په اړه پلټنې کړي دي.

راپور وايي چې په دغې مودې کې ۳۲۰ کسان په کندهار،۱۱۳ په پنجشیر، ۱۰۰ تنه په ننګرهار او نور په سر پل کې وژل شوي دي.

«رواداري» سازمان وايي: «د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ نېټې څخه نیولې د ۲۰۲۲ د نومبر تر میاشتې پورې ۳۲۰ تنه، چې اوه ښځې او ۱۰ ماشومان هم په کې دي، د قضا له حکم پرته وژل شوي او ۹۵ تنه نور چې ۱۲ یې ښځې او پنځه یې ماشومان دي، ژوبل شوي دي.»

د «رواداري» د راپور په اساس په کندهار کې د وژل شویو کسانو ۲۳ تنه یې د مخکني حکومتي دفاعي او امنیتی ځواکونه وو. دا سازمان وايي د دغو وژنو د عواملو او انګیزو په اړه یې کافي معلومات نه دي ترلاسه کړي خو وايي چې د پېښو په اړه د طالبانو له لوري د تحقیقاتو نه ترسره کول د پوښتنې وړ دي.

«رواداري» سازمان وايي چې په دغې مودې کې ۱۰۱ تنه په ننګرهار کې وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي دي: «په وژل شویو کې یې ۷۰ تنه د داعش سره د تړاو په تور،۱۳ تنه نور چې دوې ښځې هم په کې دي، د نا معلوم دلیل له کبله وژل شوي دي. پنځه دیني عالمان، اته تنه د مخکني حکومت کارکوونکي، درې مدني فعالان او یو خبریال هم په کې شامل دي.»

د راپور په اساس د پنجشیر په ولایت کې هم د محاکمو له حکم پرته ۶۳ تنه وژل شوي دي چې د «مقاومت جبهې» غړي دي. دا سازمان وايي چې ۵۰ تنه نور د «مقاومت جبهې» سره د تړاو په تور نیول شوي او بندیان دي.

د «راواداري» سازمان همدغه راز وايي چې د سرپل د بلخاب په ولسوالۍ کې یې هم د ۱۰۰ ولسي خلکو وژل ثبت کړي دي. دلته د طالبانو یو قومندان مولوي مهدي د خپل نظام په ضد پاڅېده او دا سازمان وايي دا خلک له دغه پاڅون وروسته وژل شوي دي.

دغه سازمان دا ټولې پېښې د بشري حقونو خلاف او سرغړونې بللې دي او ویلي دي چې د طالبانو له راتک وروسته د افغانانو بشري او مدني حقونه تر پښو لاندې شوي دي او د مخنیوي لپاره یې کوم اقدام نه دی شوی.

طالبانو لا د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې د خپل سرو وژنو په اړه د نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو راپورونه بې اساسه او مغرضانه بللي وو.

د «راواداري» سازمان له یو ناما څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د خپل سرو وژنو او بشري حقونو د سرغړونو په اړه تحقیقات وکړي.