شاته

برطانیه وایي، د روس په پوځیانو خونړي برید کې زیاتره روسي عسکر ممکن پخپلو بارودو مړه شوي اوسي

واشنګټن - د برطانيې د دفاع وزارت د شورو په ورځ ويلي د روس د ولقې لاندې د يوکرېن په مشرقي ښار کې په روسي پوځ بريد کې زيات زيان د روس د خپلې وسلې د لاسه شوی.

د روس د ولقې لاندې د يوکرېن په مکيفکا ښار کې د روس په پوځ د دغه خونړي بريد د زيان په اړه د برطانيې د دفاع وزارت پخپلو څرګندونو کې ويلي داسې قوي امکان دی چې په روسي پوځونو خپله وسله او بارود هم ډزېدلې وي، او زياتوي روسي پوځ د خپلې وسلې په حفاظت سره په سنبالښت کې اکثره بې غوري کوي.

د دې نه وړاندې د روس د دفاع وزارت ويلي وو، د جنورۍ په لومړۍ نېټه د دوی په پوځيانو شوي بريد لوی علت د هغوی د موباېل ټېلي فونونو استعمال و،‌ چې وايي دښمن په آسانۍ سره د هغوي معلومات اوکړل او بريد يې اوکړو.

د فرانس خبري اېجنسۍ وايي، د روس لفټنټ جنرل سرګۍ سېوريو کوف په يو وېډيو پېغام کې ويلي په دغه بريد کې د روس د وژل شوو پوځيانو شمېره د ۶۳ نه ۸۹ نه رسېدلې ده او ويره يې ښودلې چې کېدی شي‌ د ملبې لاندې اوس هم د ډېرو پوځيانو مړي ګېر وي.

د روس د دفاع وزارت ويلي، په جنګي سنګر کې پوځ ته د موباېل فون اجازت نه و خو د دوي پوځيانو د موباېل فون په استعمال دښمن ته د دوي نښه پته په ډاګه کړه.

نوموړي ويلي، د دغې پېښې د معلوماتو د پاره يې کمېشن جوړ کړی.

د روس پوځ په مکيوکا ښار کې په يو سکول کې پوځي مرکز جوړ کړی وو چې رپوټونه وايي په لوی مقدار کې يې پکې وسله هم جمع کړې وه.

د يوکرېن پوځ‌ په دغه سکول د بريد ذمه واري قبوله کړې ده.

د روس دفاعي څيړونکي وايي په دغه مرکز کې روس زياتره نوي پوځيان ګمارلي وو او د سکول دغه وداني چرته چې د روس پوځ دېره و، پوره محفوظه هم نه وه.

په د غه بريد کې د وژل شوي کسانو په ياد کې د سمارا په ولګه سيمه کې په ګڼ شمېر کې ماتم کونکي راجمه شوي وو او د خپلو وژل شو خپلوانو په ياد کې يې ماتم کولو.

بلخوا د يوکرېن صدر ولودیمیر زېلنسکي ويلي، هغوی ته د خپلې دفاع د پاره د نورې وسلې ضرورت دی، چې د روس پوځونه په شا اوتنبوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00