شاته

د امریکا د استازو جرګه د خپل رئیس په ټاکلو کې پاتې راغله

د متحده ایالاتو د استازو جرګه د سه شنبې په ورځ جنوري ۳ (مرغومي ۱۳) د دې جرګې د رئیس په ټاکلو کې وروسته له هغه پاتې راغله چې د محافظه کارو غړو یوې ډلې د ریاست جمهوري غوښتونکي نوماند کیون مک کارتي ته د رایې ورکولو په درې پړاوونو کې منفي رایې ورکړې.

دا د متحده ایالاتو د استازو ۱۱۸مه جرګه ده او په تېرو سلو کلونو کې لومړی ځل دی چې دا جرګه د رایې ورکولو په یوه پړاو کې د جرګې د رئیس په ټاکلو کې پاتې راځي. دا په داسې حال کې ده چې جمهوري غوښتونکو ددغې جرګې اکثریت ګټلی دی.

د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي ایلیس سټیفنیک وویل: "د دې ستر ملت ټولو خلکو په لوړ اواز او روښانه توګه وویل چې دوی یوه نوې لاره او مسیر غواړي. یو داسې مسیر غواړي چې د بنسټپالې د کیڼ اړخې اجنډا مخنیوی وکړي، جو بایډن ځواب ورکوونکی وي او امریکا وژغوري."

په دریو پړاوونو کې له رایې ګیرۍ وروسته، په جرګه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر کیون مک کارتي بیا هم ونه توانید چې د استازو د جرګې د ۴۳۴ غړو څخه ۲۸۰ رایې ترلاسه کړي چې د ټاکل کیدو لپاره ورته اړتیا لري.

جمهوري غوښتونکو د تېر کال په منځمهالو ټاکنو کې په لږ توپیر د استازو جرګې اکثریت وګاټه. پدې معنی چې مک کارتي کولی شي چې د څلورو رایو له لاسه ورکولو سره بیا هم د رئیس په توګه وټاکل شي. خو دغه مقام ته د هغه په نوماندۍ باندې شلو محافظه کارو جمهوري غوښتونکو اعتراض کړی.

د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي سکاټ پېري وویل: "هغه سړی چې غواړي د دې جرګې رئیس شي په دې موافق دی چې واشنګټن مات شوی. او هغه دا څرګندونې په خپلو وروستيو یاداشتونو کې کړي دي. په زړه پورې خبره دا ده چې په تیرو ۱۴ کلونو کې چې هغه په مشرتابه کې دی، د بدلون لپاره یې تقریباً هیڅ کار نه دی کړی."

د جرګې دې غړي د مک کارتي پرځای محافظه کار جمهوري غوښتونکي جیم جوردن ته رایه ورکړه.

د استازو د جرګې بل جمهوري غوښتونکي غړي مت ګېټس وویل: "ښایي د استازو د جرګې د رئیس د دندې لپاره مناسب کس هغه څوک نه وي چې ددې مقام د ترلاسه کولو دپاره دومره ډېره تلوسه لري."

د استازو د جرګې ټولو ۲۱۲ ډیموکراتو غړو حکیم جیفریز ته رایه ورکړه چې په جرګه کې د دیموکرات ګوند د مشر په توګه کار وکړي.

د جرګې ډیموکراټ غړي پیټ اګیلر وویل: "زموږ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یو لاتینی، یو تور پوستی سړی د دې جرګې د مشري لپاره نومول شوی دی."

خو اوس چې کیون مک کارتي ونشو کړای لازمې ۲۱۸ رایې واخلي، د حکیم جیفریز سره به ښایي یو بل نوماند راڅرګند شي. تر هغو چې د استازو په جرګه کې د دواړو ګوندونو مشران نه وي ټاګل شوي، د جرګې غړي نشي کولی لوړه وکړي او هیڅ غړی او یا کمیټه یې کار نشي پیلولی.

د استازو جرګه نن چهارشنبې د رایې ورکولو د څلورم پړاو دپاره بیا غونډه کوي.