شاته

افریقا کې د سمندر د سطحې لوړېدو او سیلابونو خطر خلک اندېښمن کړي

د افریقا د ستراټيژیکو مطالعاتو مرکز وايي چې د اقلیمي بدلونونو په نتیجه کې د سمندر د سطحې د لوړیدو له امله په ساحلي سیمو کې د سیلابونو راوتلو اندېښنې زیاتې شوي دي. کارپوهان وايي چې دا حالت به نه یوازې د افریقا بلکې د نړۍ نورې برخې هم زیانمنې کړي.

د افریقا د ستراټيژیکو مطالعاتو مرکز همدارنګه ویلي، د سمندر د سطحې د لوړېدو له امله سیلابونه چې پخوا په هرو سلو کلونو کې یو ځل راوتل اوس په ۴۰ کلونو کې یو ځل راوځي.

ماهرین په ساحلي سیمو کې د دغو ممکنه سیلابونو له امله د هیوادونو پر اقتصادې ودې د ناوړه اغېزې وړاندوینه کوي. په افریقايي هېواد بنین کې چې ځېنې وختونه ورته د اقریقا وینس هم ویل کیږي، چارواکي وايي چې په دغه سیمه کې سیلابونه زیات شوي.

د سواوا ساحلي سیمې حکومتي چارواکی اګوسو زامینو وايي، د اوبو د سطحې پورته کېدو او سیلابونو له امله ددې سیمې دوه مهمې اقتصادي چارې، کرنه او د کبانو نیول، اغېزمن شوي دي.

هغه وویل: "کله چې د اوبو کچه لوړه شي، فصلونه له منځه ځي. همدارنګه د تازه اوبو ماهیان هم له منځه ځي. د دې په پایله کې اقتصادي فعالیتونه ستونزمن کېږي."

د بنین د سواوا د سیمې خلک وايي چې سیلابونو ورته زیانونه اړولي، چې له امله یې د دوی د اوسېدو کورونه نور د اوسېدو وړ ندي.

ددې سیمې اوسېدونکي انډري سانکو وویل: "زموږ زیاتره اموال له منځه ولاړل. د سیلاب له امله، هغه ودانۍ چې تاسې تېر کال لیدلي وې، هغه ویجاړې شوې. زه اړ شوم چې د ځمکې پر یوه بله برخه کور له سره جوړ کړم."

د سیلابونو لومړني قرباني هغه خلک بلل کیږي چې په ساحلي جبه زارو سیمو کې ژوند کوي. سیلابونو او د ځمکې ښویېدنې د افریقا بندرونو ته هم خطر متوجه کړی دی. اقتصاد پوهان وايي د اقلیمي اغېزو د مخنیوي لپاره ډېر څه ندي شوي.

تېر کال د ګانوي برعلاوه په لیګاس او د ګانا په پلازمینې کې هم سیلابونه راوتلي وو.