شاته

پاکستاني طالبانو د دغه هېواد په سیاسي مشرتابه باندې د بریدونو ګواښ وکړ 

«تحریک طالبان پاکستان» نن چهارشنبه جنوري څلورمه (مرغومې ۱۴) په یوې اعلامیې کې د پاکستان حکومت په سیاسي مشرتابه باندې د تازه بریدونو د کولو ګواښ کړی دی.

د پاکستاني طالبانو په خبرداري کې په مشخص ډول ددغه هېواد د دوو لویو سیاسي ګوندونو «پاکستان مسلم لیګ-نواز» او «پاکستان د خلکو ګوند» په مشرانو باندې د بریدونو خبرداری ورکړل شوی دی. د «پاکستان مسلم لیګ-نواز» مشري صدر اعظم شهباز شریف کوي او د «پاکستان د خلکو ګوند» مشري د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري کوي.

پاکستاني طالبانو له هغه وروسته دا خبرداری ورکړ چې د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت په شورا کې پرېکړه وشوه چې د ترهګرو په ضد به «له ټول ځواک څخه کار اخیستل» کېږي. پاکستاني طالبان وايي چې د پاکستان حکومت د هغوی په ضد جګړه اعلان کړې ده.

پاکستاني طالبان له څو کلونو راهېسې د پاکستان د پوځ په ضد بریدونه کوي او څه موده مخکې یې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په ضد هم د بریدونو خبرداری ورکړ. «تحریک طالبان پاکستان» د امریکا د متحدو ایالتو او ملګرو ملتونو د نړیوالو ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل دی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو د حکومت تر څار لاندې په افغانستان کې ځانونه پټ کړي او له هغه ځای څخه بریدونه کوي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف څو ورځې مخکې وویل چې دوی په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم له هغوی څخه غوښتي چې پاکستاني طالبانو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان څخه په پاکستان باندې بریدونه وکړي. نوموړي دا ادعا هم وکړه چې افغان طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا تورونه رد کړل او وویل چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس تېره ورځ چې پاکستان د ترهګرو په ضد د ځان څخه د دفاع حق لري. نوموړي همدغه راز له طالبانو څخه وغوښتل چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او پرېنږدي ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

د طالبانو او امریکا د حکومت ترمنځ د قطر په تړون یوه عمده ماده همدا وه چې طالبان به نه پرېږدي د افغانستان له خاورې په نورو بریدونه وشي. طالبان وايي په خپلو ژمنو یې عمل کړی دی.

تېرکال په کابل کې د پاکستاني طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ اوربند وشو، خو څو میاشتې وروسته دا اوربند مات شو او پاکستاني طالبانو د پاکستان په ضد د بریدونو د بیا پیلولو اعلان وکړ.