شاته

​حبیب الرحمان حکمتیار: طالبان له افغانانو سره له مخامخ خبرو ډاریږي

حبیب الرحمان حکمتیار، په ولسي جرګه کې د هلمند د یو استازي معلم میرولي په کور د تیرې اونۍ په وسله وال برید کې د هغه د کورنۍ د یو شمیر غړو او په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت د یو استازي عبیدالله خان بارکزي د زوی د وژل کیدو په یاد په جوړه شوې غونډې کې د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار د خواخوږۍ پیغام ولوست.

حبیب الرحمان حکمتیار وویل چې د معلم میرولي پر کور حمله د "مزدورو او اجرتي قاتلانو کار دی" او زیاته یې کړه د طالبانو په حملو کې "یا مجاهد وژل کیږي، یا د قرانکریم حافظ وژل کیږي، یا انجینر، ډاکټر یا د حفیظ په څیر زمونږ ښه تکړه ځوان په شهادت رسول کیږي".

هغه ادعا وکړه چې بهرنیان په افغانستان کې د بحران د ساتلو او د دغه هیواد د بې ثباتۍ لپاره له طالبانو کاراخلي. ښاغلي حبیب الرحمن وویل چې طالبان له افغانانو سره د خبرو کولو ویره لري.

حبیب الرحمان حکمتیار وویل " که خبرې هم دوی [طالبان] کوي تاته وایي، یوازې ځمه امریکا سره خبرې کوم، هغه ته هم خواست دا کوي چې ماته ارګ راکړه بل شی مه راکوه، چې د هغوی څخه یې په زور په التماس غواړي، له افغانانو څخه شرمیږي، ډاریږي مخامخ خبرو ته نشي تیاریدی، جرت یې نه لري، د سیاسي مبارزې جهت او جرات په دوی کې نشته".

تیره اونۍ په ولسي جرګه کې د هلمند د یو استازي معلم میرولي په کور د وسله والو طالبانو په برید کې د معلم میرولي د کورنۍ د یو شمیر غړو د وژل کیدو ترڅنګ په ولسي جرګه کې د ارزګان د ولایت د یو استازي عبیدالله خان بارکزي یو ځوان زوی هم وژل وو.

په دې برید کې اته تنه ووژل شول او د معلم میرولي په ګډون شپږ تنه نور ټپیان شول.

طالبانو ددغه برید مسولیت په غاړه اخیستی و او ویلي وو، چې د معلم میرولي په میلمستون کې یې د افغان حکومت او د جنوبي ولایتونو د پارلمان د غړو او امنیتي چارواکو په یوه غونډه برید کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې حفیط الله پاڅون بارکزي دوه اونۍ وړاندې د ګلبدین حکمتیار د ورور د لور سره کوژده کړې وه. پخپله د حفیظ الله پاڅون بارکزي، پلار نننۍ غونډې ته دومره وویل، چې د هغه کوژده په یوې ډیرې دیندارې مذهبي کورنۍ کې شوی وه.

غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د یو شمیر نورو له وینا سربیره د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ټیلیفون خبرې وکړې.

معلم میرولي غوندې ته وویل چې په کور یې د برید وړاندې په ده باندې په لسگونو بریدونه شوي دي "دا سلمه حادثه وه چې پرما راتله، خو فرق یې دا و چې نهه نوي حادثي چې پر ما تیرې شوي دي هغه شخصآ زما پر سر وې یوازې پرما وې".

طالبانو لا د حبیب الرحمان حکمتیار څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د دغې ډلې ویاندویانو په تکرار ویلي چې دوی په افغانستان کې د اسلامي نظام د پلي کیدو لپاره په جګړه بوخت دي او ترهغې چې په دغه هیواد کې بهرني ځواکونه دیره وي له افغان حکومت سره به مخامخ خبروته حاضر نه شي.