شاته

چمن:د وسله والو په برید کې د لېویز یو عسکر وژل شوی دی

دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان دبلوچستان ایالت په سرحدي سیمه چمن کې د وسله والو په برید کې یو عسکر وژل شوی دی.

پاکستاني رسنیو دبلوچستان دپولیسو له خولې ویلي چې دا پېښه دخالي یا شنبې په ورځ دچمن په مخلص کالونۍ کې رامنځته شوې ده.

پولیس وایي دغلته د لیويز ځواک یو عسکر له دندې ترسره کولو وروسته کور ته روان ؤ چې په لاره کې پرې په موټر سایکل سورو وسله والو ډزې کړي اؤ وژلی یې دی.

له ډزو وروسته وسله وال دپېښې له ځایه تښتېدلي اؤ‌ پولیس وایي چې دپېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم دبلوچستان ایالت په کيچ په سيمه کې وسله والو پر امنیتي عسکرو بريد کړی ؤ چې پکې څلور عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوی ؤ.

د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا ایالتونو کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده او په دې وروستیو کې دپاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله هم ویلي وو چې تېر يو کال کې د ترهګرۍ 300 پېښې رامنځ ته شوې دي.

بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د کېدونکو بریدونو پړه زیاتره بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې،داعش اؤ تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي خو په خېبر پښتونخوا کې بیا په امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان قبلوي.

پاکستان تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کي ځالې لري او د افغانستان مځکه د پاکستان خلاف حملو له کاروي خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وايي دوى د دوحې د تړون لاندې ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او د امنیتي چارو شنونکی ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود د ډيوه خبریال ارشد حسین ته ویلي دتحريک طالبان پاکستان وسله وال د پاکستان ضد د افغانستان مځکه کاروي او افغان طالبان په داسې کولو سره پاکستان د فشار لاندې راوستل غواړي چې په رسمي ډول ومنل شي.

هغه وايي دی ويني چې ډېر زر به د ټي ټي پي پرضد د پاکستان دننه پوځي عملیات پیل کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

د افغان نجونو د تعلیمې ادارو تړل کیدو پرضد کوټه کې احتجاج شوی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00