شاته

ځینې فعالانې: طالبان د رسمیت پېژندنې لپاره پر افغان ښځو بندیزونه لګوي

د ښځو د حقونو ځينې فعالانې وايي طالبان ځکه په ښځو بندیزونه لګوي چې نړۍ یې په رسمیت وپېژني.

د ښځو د حقونو فعاله او د پوهنتون استاده حمیرا اکاخېله وايي، د طالبانو د فشار تر ټولو وروستۍ بېلګه له غیردولتي بهرنیو او کورنیو موسسو د ښځو د کار بندیز دی.

هغه وايي، طالبان له دې لارې خپل هدف ته نه شي رسېدلی بلکې لا یې واټن له نړۍ سره زیاتېږي.

له استاد اکاخېلې سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په اړه د هغې نظر پوښتلی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00
مستقیم لېنک

اړوند مطالب