شاته

په روس کې د بوډاګانو د پالنې په یوه مرکز کې اور لګېدو 22 کسان مړه کړي دي

واشنګټن ـــــ د روس په سایبېریا سیمه کې د زړو کسانو د پالنې په یوه مرکز کې اور لګېدلی چې له کبله یې 22 کسان مړه شوي دي، پلټونکي په دې اړه پلټنه کوي چې کېدای شي اور د بجلۍ له ناسم استعمال څخه لګېدلی وي.

خبري رسنۍ وایي د اور لګېدو دا پېښه د جمعې په شپه د سایبېریا په کیمیروو ښار کې لګېدلی او د ودانۍ دویم منزل یې ټول سوځولی، چې د چاروکو په وینا په رسمي ډول د زړو کسانو د پالنې د مرکز په توګه رجسټر شوی نه وو.

د روس سرکاري خبري ایجنسۍ «تاس» هم د پولیسو د یوې سرچینې په حواله دغه کور غیر قانوني بللی دی او د ټیلیګرام له لارې خپاره کړي بیان کې یې ویلي:

"شپږ نور کسان ټپیان شوي، چې په هغوی کې دوه په روغتون کې بستر شوي دي او د سوځېدو له کبله یې حالت مرګونی دی".

د روس د سرکاري رسنیو او بیړنیو خدمتونو د ادارې په وینا د ژغورنې چارې ټوله شپه روانې وې او سهار وختي ژغورونکو په خاورو او ایرو کې د خلکو د لټولو کار پای ته ورساوه.

د روس د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي چې د اعلی چارواکو یوه ډله له ماسکو څخه ختیځ لور ته د 3,600 کیلومیټره په فاصله کیمیروو سیمې ته تللې او وایي د اورلګېدنې څو مختلفې وجې دي.

د آر ای اې په نوم خبري ایجسنۍ د روس د بیړنیو حالاتو وزارت د یوه بیان په حواله ویلي چې د اور لګېدو په دغو مختلفو سببونو کې "یوه د بجلۍ د آلاتو د کارولو له اصولو سرغړونه ده."

د روس چارواکي وایي په هېواد کې یې د زړو کسانو یا بوډاګانو لپاره ډېر کورونه له اجازې پرته فعال دي، ځکه نو هغه کورونه شخصي ملکیت ګڼل کیږي او د څارنه یې نه کېږي.

د یادونې وړ ده چې په 2018م کال کې هم د روس په کیمیروو ښار کې د "وینټر چیري" په نوم تجارتي مرکز په پورتني منزل کې ډېر پراخ اور لګېدلی وو چې 64 کسان پکې وژل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د افغان نجونو د تعلیمې ادارو تړل کیدو پرضد کوټه کې احتجاج شوی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00