شاته

طالبانو ښځې او نجونې په غیر دولتي موسسو کې له کارکولو منع کړې

د طالبانو د اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۳) په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په داخلي او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو او موسسو کې له کار کولو منع کړي دي.

په دغه مکتوب کې چې د طالبانو د اقتصاد د سرپرست وزیر دین محمد حنیف له خوا لاسلیک شوی، راغلي چې د دې پرېکړې لامل «د اسلامي حجاب نه مراعات» دی.

په مکتوب کې راغلي: "په دې وروستیو کې په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو له خوا د اسلامي امارت د حجاب او نورو اړوندو قوانینو او مقرراتو د نه مراعات کولو په اړه جدي شکایتونه ثبت شوي دي."

د دې مکتوب په دوام کې راغلي دي: «دغه وزارت د هغه مسوولیت او ماموریت د رفع کولو په خاطر چې د داخلي او بهرنیو غیر دولتي موسسو د کار په هکله د امارت د نافذو قوانینو او مقراراتو د پلي کولو لپاره یې لري ټولو محترمو موسسو ته لارښونه کوي چې د بلې لارښونې پورې د ټولو ښځینه کارکوونکو کارونه چې په اړوندو څانګو کې کار کوي، ودروي."

په دې لیک کې دا خبرداری هم ورکړل شوی چې "د پورتنۍ موضوع د ځنډولو په صورت کې به د دې وزارت له خوا ادارو ته د فعالیت ورکړل شوي جوازونه لغو شي."

دا پریکړه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سختو قوانینو تسلسل دی، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د دغې ډلې د بیا واکمن کیدو وروسته په پراخه کچه پلي شوي دي.

د طالبانو دغه پریکړه یوه اونۍ وروسته له هغې صادره شوه چې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو زده کړې تر بلې خبرتیا پورې وځنډولې. ندیم وویل چې دا پریکړه د طالبانو په کابینه کې شوې ده.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر «بې حجابي، له محرم پرته سفر، منکرات او د هلکانو او نجونو ګډ ټولګي، د نجونو لیلیې» په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل د ځنډولو او بندولو په اړه عمده دلیلونه ګڼلي دي

د طالبانو دغه پرېکړه په ملي او نړیواله کچه سخت غبرګونونه را پارولي دي. د سعودي عربستان په ګډون یو شمیر اسلامي هیوادونو او لوېدیځو هېوادونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او له طالبانو یې غوښتي چې دغه فرمان لغو کړي. خو طالب مشرانو نه یوازې دا چې نرمښت نه دی ښودلی، بلکې پر ښځو او نجونو یې نور بندیزونه هم لګولي دي.

طالبانو په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې پداسې حال کې د ښځو په کار بندیز لګولی چې په افغانستان کې د دې ډلې په بیا واکمنۍ سره د بېکارۍ کچه لوړه شوې او دا زیات شمیر ښځې او نجونې د خپلو کورنیو یوازینۍ ډوډۍ پیدا کوونکې دي.