شاته

امریکا کې د زیات یخ اټکل: توفان او واورو لکونه خلک بې بجلۍ کړي او زرګونه پروازونه ځنډول شوي

واشنګټن ـــــ سختو بادونو، بارانونو او واورو د جمعې په ورځ په امریکا کې په لکونو خلک له بجلۍ محروم کړي، د الوتکو په زرګونو پروازونه ځنډول شوي او ګڼې لویې لارې د موټرو پر مخ بندې شوې دي، خو تر اوسه چاته د مرګ ژوبلې څه خبرې مخې ته نه دی راغلی.

د امريکې صدر جو بايډن د جمعې په ورځ خلکو ته خبرداری ورکړ چې کېدای شي شدید توفان راشي او ټینګار یې وکړ چې خلک دې په خپلو سيمه کې د موسم په اړه اعلانونو او لارښوونو ته پاملرنه کوي.

زورورو بادونو او درنو بارانونو د امریکې ځینې ایالتونه په داسې حال کې اغېزمن کړي چې په ملیونونو خلک د کرسمس لمانځلو لپاره یو او بل ځای ته سفر کوي او د دسمبر میاشت په دې هیواد کې یوه مصروف میاشت ګڼل کیږي.

د امريکا د هوا پېژندنې د ملي ادارې د رپوټ له مخې، په ځينو ځايونو کې د تودوخې درجه د سنټي ګرېد په کچه تر منفي اته درجو کښته شوې ده او د ژمي په سخته یخنۍ کې بادونو او سختو بارانونو 240 میلینه امریکایان اغېزمن کړي چې د امریکې د ابادۍ 72 فیصده کېږي.

د رپوټونو له مخې د جمعې په ورځ د امریکې په سوېلي او ختیځو ایالتونو کې شاوخوا یو نیم میلین خلک له بجلۍ بې برخې وو چې په سړه هوا کې د خلکو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

د امریکې د موټرو اتحاد د جمعې په ورځ وویل چې په ځینو برخو کې د سړکونو حالت لا هم خطرناک دی او د نیویارک په ځینو سیمو کې د توفاني موسم له کبله د موټرو پر چلولو بندیز اعلان شوی دی.

د شمالي او جنوبي ډېکوټا، اوکلوهوما، آیوا او ځینو نورو سیمو کې د ټرانسپورټ ادارو رپوټ ورکړی چې سړکونه په یخي پوښلي دي او د غبار له امله د لید وړتیا کمه ده، دوی له خلکو وغوښتل چې په کور دننه پاتې شي.

بادونو او سختو بارانونو په ټوله امریکا کې تر 5000 زیات پروازونه هم ځنډولي دي. د Flight Aware په نوم د پروازونو د خبرتیا وېبپاڼې د معلوماتو له مخې اکثر دغه پروازونه د نیویارک، سیاټل او شیکاګو په څېر نړیوالو هوايي ډګرونو کې منسوخ او یا هم ځنډول شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00