شاته

پوليس: سږ کال په پښتونخوا کې 196 ترهګر په پولیس مقابلو کې وژل شوي

د خېبرپښتونخوا پوليس ويلي، سږ کال په صوبه 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا پوليس اډيشنل انسپکټر جنرل محمد علي باباخېل د جمعې په ورځ [23دسمبر] مطبوعاتو سره د روان کال د پولیس عملیاتو شمېرې شريکې کړي دي.

نوموړي ويلي سږ کال د صوبې څلور جنوبي ضلعې، شمالي او جنوبي وزيرستان، لکي مروت او بنو د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او زياتې پېښې پکې شوي دي.

د پولیس شمېرو ترمخه سږ کال په صوبه کې سي ټي ډي 806 ترهګر نيولي چې پکې د 90 ترهګرو په سرونو قيمتونه هم مقرر وو.

د خېبرپښتونخوا پوليس په فېس بک پاڼه د ورکړی شوو شمېرو ترمخه سږ کال د قلنګ په 81 پېښو کې 158 قلنګ غوښتونکي نيول شوي دي. پولیس د بېلابيلو جرمونو په تور کې د 129637 کسانو نيولو، او 22416 وسلو او 511477 کارتوسو ترلاسه کولو ويلي دي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

محمد علي بابا خېل ويلي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې د قلنګ غوښتو پېښې سېوا شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه پوليس افسر ويلي د تير کال 2021 په مقابله کې سږ کال په پوليس بریدونه سېوا شوي دي.

پولیس افسر دعوه کړې چې د افغانستان نه د امریکايي او اتحادي ځواکونو د وتلو وروسته د اووه اربه روپو وسله پاتې شوې او ښکاره ده دا به د چا لاسو ته ورغلي وي.

هغه ويلي د قلنګ يا بهتې زيات ټيليفونونه د افغانستان د نمبرو نه راغلي او دلته ځايي خلک هم پکې ککړ دي.

سږ کال په شمالي وزیرستان کې نهه ځانمرګي بريدونه شوي دي، چې د زياترو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

په 18 دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو.

د پاکستان پوځ بيا ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې يې ګرفتار کړي وو.

پوځي وياند ویلي وو، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر هم وژل شوي وو. په 22 دسمبر پوځ ويلي وو د بنو په سي ټي ډي مرکز کې د عملياتو په مهال ژوبل شوي عسکر حليم خان د راولپنډۍ په پوځي روغتون کې د درملنې په مهال ژوند د لاسه ورکړی وو.

تحريک طالبان پاکستان په 19 دسمبر د ګل په ورځ ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې وه چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې وو.

تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د ډز بندۍ ختمولو وروسته يې بیا د ډېرو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

هم په 18م دسمبر د بنو سره جوختې پرتې لکي مروت ضلع کې په يوه پوليس تاڼه وسله وال بريد شوی چې پکې څلور پوليس اهلکار وژل شوي او څلور ژوبل کړی شوي وو

په لکي مروت او بنو کې له دې وړاندې هم د ناامنۍ پېښې شوي دي.

پولیس ويلي، په ملاکنډ ډويژن کې ټول 1877 عمليات شوي چې پکې څو ترهګر کمانډران وژل شوي، د قلنګ په پېښو کې ککړ کسان نیول شوي او د ترهګرو د مخنیوي دپاره د غرونو په سرونو 18 څوکۍ جوړول کيږي.

د اګست په مياشت کې په سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر چې په ژوبل حالت کې وو ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې وه.

د ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په سوات کې د يادو کېدو وروسته د امن دپاره او ناامنۍ ضد په غټه کچه مظاهرې او پاڅونونه شوي او جرګې شوي چې سوات به ناامنۍ ته نه شي پرېښودی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00