شاته

د امریکا کانګرس اوکراین سره ۴۵ ملیارد ډالره تازه مرستې منظورې کړلې چې د پیټرایټ توغندي هم پکې شامل دي

د متحده ایالاتو د استاز مجلس جمعه ډسمبر ۲۳ (مرغومي۲) د اوکراین د ۴۵ ملیارد ډالرو نوې بسته منظوره کړه چې د پیټرایټ توغنديو لپاره لګښت هم پکې شامل دی.

د مرستو دا بسته د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت د لګښتونو د ۱.۶۶ ټرلیون ډالرو بودجي یوه برخه ده چې د سنا مجلس تیره ورځ منظوره کړه او ټاکل شوې چې ښاغلي بایډن ته به د لاسلیک لپاره واستول شي چې په قانون بدله شي.

د اوکراین سره د مرستو دا تازه بسته د هغو ۵۰ ملیارد ډالرو مرستو په تعقیب کیږي چې متحده ایالاتو په روان میلادي کال کې دې هیواد سره کړیدي.

د اوکراین سره د مرستو تازه بسته داسې مهال منظوریږي چې څو ورځې وړاندې د دې هیواد جمهور رئیس واشنګټن ته راغلی و او د کانګرس دواړو خونو ته یې وینا هم وکړله.

سره لدې چې په اوکراین د روسیې د توپونو، توغندیو او هاوانونو پرله پسې بریدونه روان دي خو ښاغلي زلینسکي د واشنګټن څخه خپل هیواد ته تر ستنیدو وروسته وویل چې "اوکرایني ځواکونه د بري لپاره جګړه کوي".

ښاغلي زلینکسي په ټیلګرام کې ویلي، "مونږ به په هر څه غالب شو" او د متحده ایالاتو لخوا د تازه مرستو په هکله یې وویل، " د واشنګټن څخه بیرته د داسې څخه سره راغلي یو چې په ریښتیني توګه به مرسته وکړي".

د روسیې د خبرداریو سره سره، متحده ایالاتو د اوکراین سره ژمنه کړې چې د پیټریټ توغندي به ورکوي. د اوکراین جمهور رئیس د پخوا راهیسې د دې توغندیو غوښتنه کوله او ویل یې چې په همدې توغندیو د روسیې د بریدونو ښه مقابله کولی شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی که متحده ایالتونه اوکراین ته د پیټریټ په نامه د هوايي دفاع پرمختللي میزایل انتقال کړي، مسکو به دا یو "پاروونکی اقدام" وګڼي چې عکس العمل ښودلو ته یې اړ کولای شي.

د دغه وزارت ویاندې ماریا زخارووا وویل چې د مسکو د هوايي بریدونو سره د مبارزې لپاره به د پیټریټ میزایلو انتقال د روسیې په لس میاشتنۍ جګړې کې د متحدو ایالتونو نقش نور هم قوي کوي چې "ممکنه عواقب به" له ځان سره ولري.

هغې ونه ویل چې د روسیې غبرګون به څه وي، خو زیاته یې کړه چې واشنګټن باید د مسکو له خبرداري څخه "سمه نتیجه ګېري" وکړي او دا چې د امریکا له لوري د تجهیزاتو انتقالول د روسیې د بریدونو مشروع هدف دی.

نوموړې وویل چې متحده ایالتونه وار دمخه "په اغیزناک ډول د جګړې په یو اړخ" بدل شوی دی.