شاته

مولوي عبدالحمید: هیڅ حکومت خپل اتباع د ایران د حکومت په شان په ډزو نه ولي

په ایران کې د سني مذهبه مسلمانانو مشهور دیني عالم په حکومت غږ کړی چې خپل اتباع دې نه وهي او سر تیري دې هم بیرته خپلو اډو ته ستانه شي.

مولوي عبدالحمید د جمعې د لمانځه په خطبې کې ویلي، "زما مشوره دا ده چې خپل اتباع مه وهئ. هیڅ حکومت خپل اتباع دا شان نه ولي. عسکرو ته اجازه ورکړئ چې پخپلو بارکونو کې پاتې شي".

ښاغلي حمید دا څرګندونې د سیستان-بلوچستان ولایت د زاهدان په ښار کې کړیدي.

ځینې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې د زاهدان په ښار کې د مولوي عبدالحمید د څرګندونو څخه وروسته خلکو مظاهرې کړي.

مظاهره چیانو د سیاسي بندیانو خوشې کیدل او "مرګ دې وي پر اسلامي جمهوریت" شعارونه هم ورکول.

د ایران شاوخوا ۲ ملیون بلوڅ وګړي د سیستان-بلوچستان په ولایت کې ژوند کوي. د بشري حقونو اداره وایي چې دا قومي او مذهبي اقلیت د لسیزو راپدیخوا د ځپل کیدو او تبعیضي چلند سره مخ دی.

په روانو مظاهرو کې تر ټولو ډیر خلک هم د امنیتي ځواکونو لخوا په همدې ولایت او هغو سیمو کې ځپل شوي چې ډیری اوسیدونکي یې کردان دي.

په ایران کې د روان میلادي کال د سپټمبر د میاشتې په شپاړلسمې راپدیخوا د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته په دې هېواد کې مظاهرې پیل شوې او یو شمېر هېوادونو ایران غندلی دی چې مظاهره کوونکي ځپي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې د مظاهرو له پیل راهېسې تر دې دمه په ایران کې څه باندې ۵۰۰ کسان مړه شوي دي او زرګونه نور نیول شوي دي.​

۲۲ کلنه مهسا کردۍ ایرانۍ وه او د اخلاقي امنیت پولیسو پدې خاطر نیولې وه چې د هغوي په قول نا مناسب حجاب یې کړی و. هغه ورسته د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او دوه ورځې وروسته مړه شوه.

مظاهره چیان په ایران کې د ملایانو د حکومت ړنګیدل غواړي. دا مظاهرې د ایران لپاره د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب راپدیخوا تر ټولو ستر چلنج دی.

خو د ایران حکومت بیا وایي چې مظاهره چیان عامه ځایونه ورانوي او په مظاهره چیانو ملامتي اچوي چې د متحده ایالاتو ، اسرائیل او سعودي عربستان لخوا روزل شویدي.

په ایران کې مظاهرې داسې مهال روانې دي چې د دې هیواد پولي واحد (ریال) د امریکایي ډالرو په مقابل کې دومره ټیټ شوی چې په تاریخ کې ساری نلري.

د جمعې په ورځ د اسعارو په بازار کې یو امریکایي ډالر په ۴۰۰۵۰۰ ایراني ریاله تبادله کیده.