شاته

امریکا کې د سختو بادونو او بارانونو له کبله په زرګونو پروازونه لغو شوي

سختو بادونو، بارانونو او واورو د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۳ (مرغومي دوهمه) په متحده ایالاتو کې ګډوډي رامینځته کړې، د الوتکو په زرګونو پروازونه لغو شوي او ګڼې لویې لارې د ترافیکو پرمخ بندې شوې دي.

قوي بادونو او دراندو اورښتونو پداسې حال کې د متحده ایالاتو ډیرې برخه ځپلې دي چې په ملیونونو خلک د کال په دې وخت کې د کرسمس څخه دمخه یو ایالت څخه بل ایالت ته سفر کوي او د ډسمبر میاشت په دې هیواد کې یوه له بوختو میاشتو څخه ګڼل کیږي.

د امريکا د هوا پېژندنې د ملي ادارې د راپور له مخې، په ځينو ځايونو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه له منفي څلورو درجو څخه کښته شوې ده. د ژمي سختې یخنۍ چې د بادونو او سختو بارانونو سره مل ده، ۲۴۰ میلیونه امریکایان متاثر کړي چې د امریکا د نفوس ۷۲ سلنه جوړوي.

د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ د امریکا په سویلي او ختیځو ایالتونو کې تر یو میلیون زیات خلک له بریښنا بې برخې وو چې په سړه هوا کې د خلکو لپاره د اندیښنې وړ خبره ده.

د امریکا د موټرو اتحادیې د جمعې په ورځ وویل چې د متحده ایالاتو په ځینو برخو کې د سړکونو وضعیت لاهم خطرناک دی. په هرصورت، تمه کیږي چې ۱۰۰ میلیون خلک به له دې سړکونو څخه کار واخلي.

د شمالي او جنوبي ډاکوټا، اوکلوهوما، آیوا او ځینو نورو سیمو کې د ټرانسپورټ ادارو راپور ورکړی چې سړکونه په یخ پوښلي دي او د غبار له امله د لید وړتیا کمه ده، دوی له خلکو وغوښتل چې په کور دننه پاتې شي.

بادونو او سختو بارانونو په ټوله امریکا کې زرګونه الوتنې هم لغوه کړې دي. د Flight Aware یا د پروازونو د خبرتیا وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د جمعې په ورځ په ټوله امریکا کې تر ۳۵۲۰ ډېرې الوتنې لغوه شوې او ۱۹۰۰ پروازونه ځنډول شوي او ډېری دغه الوتنې د نیویارک، سیاټل او شیکاګو په څېر نړیوالو هوايي ډګرونو کې لغوه او یا هم ځنډول شوې دي.