شاته

پاریس کې د کردانو په یو کلتوري مرکز باندې ډزو کې درې تنه وژل شوي

څارنوالانو او عیني شاهدانو د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۳مه (مرغومي دوهمه) وویل چې یو ۶۹ کلن سړي د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د کردانو په یو کلتوري مرکز او د ویښتانو جوړولو په یو صالون ډزې کړي، درې کسان یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

دا برید له غرمې وروسته د پاریس ښار په لسمه ناحیه کې شوی دی؛ هغه سیمه چې دوکانونه، رستورانتونه او میخانې په کې موقعیت لري او زیاتره اوسیدونکي یې کردان دي.

عیني شاهدانو فرانس پرس اژانس ته ویلي، بریدګر چې د پولیسو له قوله سپین پوستی دی، لومړی یې د کردانو یو کلتوري مرکز په نښه کړ او بیا د سلماني یو صالون ته ننوت، په هغه ځای کې چې د پولیسو له خوا ونیول شو.

رومین، چې په یو نږدې رستورانت کې کار کوي، د تلیفون له لارې فرانس پرس ته وویل: "موږ ولیدل چې یو سپین ږیری سپین پوسته سړی راغی او د کردانو په کلتوري مرکز یې ډزې پیل کړې او بیا د ویښتانو جوړولو سالون ته چې نژدې پروت دی، ننوت."

د سیمې یو اوسېدونکي ایمانویل بوجنان فرانس پرس ته وویل: "خلک وېرېدلي وو، پولیسو ته یې نارې وهلې او د [ویښتانو جوړولو] سالون ته یې اشاره کوله، چې هغه [وسله وال] هلته دی، هلته لاړ شئ."

بوجنان وويل چې هغه دوه کسان د وليدل چې په پښو ټپي شوي وو.

د احمد کایا په نوم د کردانو د ټولنې مرکز د یوې خیریه موسسې لخوا پرمخ وړل کیږي او د پاریس په سیمه کې د کردانو د ادغام لپاره کار کوي.

د فرانسې پولیسو ویلي چې نیول شوی کس د فرانسې تبعه دی. دغه بریدګر پخوا هم په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۱ کې د قتل کولو د اقدام په وجه پیژندل شوی و.

تر اوسه د دغه بریدګر انګېزه نه ده په ډاګه شوې، خو هویت او کومه سیمه یې چې په نښه کړې، د نژادي انګېزې ښکارندویي کوي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمانین په وار وار په دغه هیواد کې د ښي اړخو ډلو له خوا د تاوتریخوالي د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

د پاریس د لسمې امنیتي حوزې ښاروال ویلي چې برید کوونکی هم ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.

د یوې هټۍ یو مالک، چې نه یې غوښتل په راپور کې نوم یې واخیستل شي، فرانس پرس ته وویل چې هغه د اوو یا اتو ډزو غږ واورېد او زیاته یې کړه چې "موږ خپل دوکانونه له دننه څخه قلف کړل."

د پاریس ښار پولیسو ویلي دي چې د دې ډزو په اړه څیړنې او د برید کوونکي د هویت د کره پیژندلو بهیر پیل شوی دی.