شاته

فوټبال نړیوال جام: تونس فرانسې او استرالیا بلجیم ته ماتې ورکړه 

د فوټبال په نړیوال جام کې نن چهارشنبه نومبر ۳۰ (لړم نهمه) تونس په یوې په زړه پورې لوبې کې فرانسې او استرالیا ډنمارک ته ماتې ورکړې.

دا څلور واړه لوبډلې په ډي ګروپ دي. د تونس او فرانسې په لوبې کې د تونس لوبغاړي وهبي خزري د لوبې په ۵۸ دقیقه کې ګول وکړ. د لوبې په وروستو دقیقو کې د فرانسې لوبغاړي ګیزر مین هم ګول وکړ خو لوبڅار چې په تلویزون کې ولیده، آفسایډ و او ونه منل شو.

په دې ترتیب سره تونس د فرانسې غښتلې لوبډلې ته ۱-۰ ماتې ورکړه.

په بلې لوبې کې چې په یو وخت سره روانه وه، استرالیا د ډنمارک لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د استرالیا لوبغاړي ماتیو د لوبې په ۶۰ دقیقه کې ګول وکړ او تر پایه پورې دا نتیجه همداسې پاتې شوه.

په ډي ګروپ کې فرانسه او تونس د ۱۶ لوبډلو مرحلې ته ولاړل، استرالیا او ډنمارک له نړیوال جام څخه ووتل.

نن دوې نورې لوبې هم شته چې پولنډ له ارجنټاین او سعودي عربستان له مکسیکو سره مخامخ کیږي. که ارجنټاین دا لوبه وبایلله، له نړیوال جام څخه وځي.