شاته

د روسیې د پوځي الوتکې په غورځیدو کې ٩٢ تنه مړه شول

د روسیې د دفاع وزارت وایي چې په نظامي الوتکه کې ټول ٩٢ تنه سپاره و او د سوچي څخه یې د سوریې په لور پرواز کړی و خو ډېر ژر په توره بحیره کې راوغورځیدله.

چارواکې وایي د الوتکې ټوټې او د څو مړي د روسیې د ساحل په یو نیم کلومترۍ کې موندل شوي دي چې اویا متره په اوبو کې ډوب شوي و.

په ټي یو- ١٥۴ الوتکه کې د روسیې مشهوره پوځي ارکسترا یا د موسیقۍ غړي هم سپاره و چې په سوریه کې نظامي اډې ته تلل.

ولسمشر پوټین د الوتکې غورځیدل ستره غمیزه وبلله او په ملي تلویزیون یې سبا د دوشنبې په ورځ په ټوله روسیه کې د ملي ماتم اعلان وکړ.

ولادیمیر پوټین زیاته کړه "موږ به ددې پیښې په اړه بشپړ تحقیقات وکړو چې الوتکه څنگه وغورځیدله؟"

په الوتکه کې د پوځي ارکسترا الکساندروف شپیته غړي سپاره و چې په هیواد کې یې خورا ډېر محبوبیت درلود.

په الوتکه کې د پوځي ارکسترا الکساندروف شپیته غړي سپاره و چې په هیواد کې یې خورا ډېر محبوبیت درلود.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم پر پیښه خواشیني څرگنده کړه او پوټین ته یې په خپل استول شوي پیغام کې ډاډ ورکړ چې د الوتکې غورځیدل به د یاغیانو پر ضد پر روانې جگړې هیڅ منفي تاثیر ونکړي.

بشارالاسد پوټین ته ویلي دي "دعاوې درته کوو........ موږ په غم او ښادي کې سره گډ یو"

ټي یو -١٥۴ الوتکه چې والوتله څو شیبې وروسته یې له رادار سره اړیکې پرې شوې. الوتکه د سهار په پنځه بجې او څلویښت دقیقې په سوریه کې د روسۍ پوځي اډې پر لور الوتي وه.

د الوتکې د غورځیدلو د علت په اړه تر اوسه هیڅ نه دي ویل شوي او چارواکې وایي چې د پیلوټ لخوا کنټرول ټاور ته هیڅ ډول زیگنال نه و رسیدلی.

د موندنې او ژغورنې عملیات روان دي خو چارواکې وایي د چا د ژوندي موندلو هیله نشته.

په الوتکه کې د پوځي ارکسترا الکساندروف شپیته غړي سپاره و چې په هیواد کې یې خورا ډېر محبوبیت درلود.

د ٢٠١٦ کال د سمبر اتمه، ولسمشر پوټین، ډاکټرې یالي زاویتا گلینکا ته د خیریه او بشري حقونو په چارو کې د کریملین مډال ورکړل.

د ٢٠١٦ کال د سمبر اتمه، ولسمشر پوټین، ډاکټرې یالي زاویتا گلینکا ته د خیریه او بشري حقونو په چارو کې د کریملین مډال ورکړل.

د پوځي ارکسترا د شپیتو غړو تر څنگ په الوتکه کې یوه مشهوره روسۍ ډاکټره هم سپره وه چې په سوریه کې طبي کارونه کول. ډاکټره یليزاویتا گلینکا تر دې مخکې هم سوریې ته تللې وه.

په الوتکه کې شپیته تنه د موسیقۍ د ارکستر غړي، نهه تنه د رسنیو غړي، اته تنه د الوتکې عمله، یوه ډاکټره او نور سرتیري شامل و.