شاته

د طالبانو له واکمنۍ راپدېخوا د افغانستان اؤ پاکستان دوه اړخیزه تجارت کښې اضافه شوې

د تورخم په پوله موجود پاکستانی د ګمرک (کسټم) چارواکو دعوی کړې چې په تیرو څلورو میاشتو کښې د تورخم د لارې افغانستان سره دوه اړخیزه تجارت کښې تیر کال هم ددغو میاشتو په پرتله ډیره اضافه شوې اؤ امکان څرګندولی شي چې دواړه ګاونډی هیوادونه به د یو بل په مرسته دغه تجارت له نوره هم وده ورکړي.

په تورخم کښی د ګمرک د ادارې دمرستیال مشر یا دکسټم د ډپټي کلکټر امجد الرحمان په وینا د پاکستان له اړخه افغانستان ته پاکستاني تجارتي توکیو لیږلو اؤ د افغانستان له اړخه د هغوئ تجارتی توکي پاکستان ته راوړلو کښې اسانۍ راوستلو سره سم نوی لاګو کړل شوی عصري ویب بیسډ ون کسټم VBOC نظام نور فعاله کولو سره په دوه اړخیزه تجارت کښې اساني اؤ تیزي راغلې ده.

د هغه په وینا د پاکستان اړخ ته نوي عصري کسټم ټرمینل جوړولو سره هم په دغه کاروبار کښې اساني راغلې اؤ ددغه ټرمینل په مکمله توګه جوړیدو سره به تاجرانو اؤ ټرانسپورټرانو ته نورې هم اسانۍ هم په لاس ورشي.

د پاکستاني کسټم چارواکو نه دتر لاسه شؤو معلوماتو له مخې تیر کال داګست په میاشت کښې افغانستان کښې د طالبانو یو وارې بیا په واک کې له راتلو وروسته په سمدستي توګه دوه اړخیزه تجارت اغیزمن شوی و اؤ تیر کال د جولایي نه تر اکتوبر میاشتې پورې د پاکستان خزانې ته د کسټم محصولاتو په مد کې دوه بیلینه روپۍ راغونډې شوې وې خو سږکال په هم دغو میاشتو کښې د محصولاتو کچه تر ۳۰۹ بیلینه روپو رسیدلې ده.

د کسټم محکمې د شمیرو له مخې پروسکال د افغاني تجارتي توکیو د وارداتو کچه اوولس زره اؤ اووه سوه میلینه روپۍ وه چې اوس پکې په تیرو څلورو میاشتو کښې درې چنده اضافه شوې ده.

ددغو حکومتي شمیرو له مخې افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه د ۸۹ میلینه امریکایي ډالرو نه تر ۱۶۱ امریکایي ډالرو اوچته شوې ده.

تورخم کښې د کسټم ادارې یو بل چارواکی یاور حیات ګڼي چې د عصري اسانیو ورکولو تر څنګ د هغوئ اؤ د هغوئ دفغان هم منصبانو تر منځه شؤو پرله پسې غونډو هم په دوه اړخیزه تجارت کښې مخې ته پرتو خنډانو لرې کولو کښې مرسته کړې اؤ اوس د دواړو ګاونډی هیوادونو ذمه واره چارواکي په چټکتیا سره د راپېښو لانجو، کشالو د هواري هڅې کوي چې دغسې کاروبار کښې اسانۍ رامنځته شي.

هغه زیاته کړه چې دپاکستان له اړخه افغانستان نه د ټماټرو اؤ پیازو په واردولو د کسټم ډیوټۍ ختمولو سره هم کاروبار کې اضافه شوې د کومې نه چې ځایي تاجرانو هم مالي ګټې تر لاسه کړې دي.

هم په تورخم کښی موجود یو ځوان ځایي تاجر ابلان علی ومنل چې اوس ورته په کاروبار کښې یو څه اسانۍ راوستل شوي اؤ د هغوئ دتجارتي توکیو کسټم کلئیرنس اوس د پخوا په پرتله په اسانۍ اؤ چټکۍ سره کولی شي.

د ځایي تاجرانو په وینا دا مهال د افغانستان نه د کولې یا سکرو په شمول تازه میوې چې پکښی مڼې, انار اؤ انګور شامل دي راوړلی شي اؤ ورسره ټماټر اؤ پیاز هم په لویه کچه راوړل کیږي .

د هغوئ په وینا دپاکستان له اړخه سیمټ, کیلا, د پلاسټک شیټونه اؤ د تعمیر دنورو سامانونو تر څنګ د ورځني استعمال ګڼ شمیر شیان افغانستان ته وړل کیږي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.