شاته

د چين مشر د اقتصاد سمولو او پيداوار زياتولو د ازمېښت سره مخ دی

واشنګټن- د چين صدر ژي جېنپېنګ په ژوند کې ډېرې لوړې ژورې ليدلې دي او د کم عمرۍ ورځې شپې يې د پلار د وژل کېدلو وروستو د ملک په کليواله سيمه کې تېرې کړي.

هغه واک ته د رسېدو د پاره اوږد مزل کړی او د اداري فساد خلاف يې په لويه کچه کار کړی چې په نتيجه کې يې ځان ته ډېر دښمنان هم جوړ کړي دي.

خو اوس په دريم ځل د واک ګټلو د پاره تياری نيسي چې د چين په حکومتي تاريخ کې ساری نه لري. د هغه ګران ازمېښت د چين د څلوېښتو کالو د تېز رفتاره اقتصادي ترقۍ په ځای ساتل دي چې د دونيا دويم غټ اقتصاد لرونکی هېواد ډېر ژر د نړۍ د ټولو غټ اقتصاد ولري.

البته اقتصاد پوهان وايي دا حيثيت موندل به د ژي د پاره اسان نه وي او د دې په نه موندلو کې به هغه پخپله د خپلې لارې خنډ وي.

په هانګ کانګ کې د چين د اقتصادي چارو کارپوه اينډريو کوليير وايي “په بنيادي توګه چين د خپلې ترقۍ بام ته ختلی دی چې زيات تره برخه يې د قرضونو ده. نتيجه دا چې د دې هدف تر لاسه کولو د پاره د اصلاحاتو ضرورت دی او هغه داسې نه ښکاري چې د اصلاحاتو راوړلو پلان لري”.

په تېر څلوېښت کاله کې د کله نه چې چين د بهر نړۍ سره کاروبار پيل کړی د ياد هېواد اقتصاد اتلس چنده سېوا شوی او د کال 1978 د پيداوار کچه يې د 149.5 بيلين ډالرو نه تېر کال 17.7 ټرېلين ته رسېدلې ده چې د نړۍ د اقتصاد 18.5% برخه جوړيږي.

د ژي په کال 2012 کې د واک اخستلو وروستو د چين د اقتصاد کچه يو په دوه سېوا شوې چې تېر کال د يورپين يونين نه هم مخکې شوی دی.

خو د پيداوار او په خصوصي توګه د مال په جوړولو او د ابادۍ په برخو کې بدې اغېزې هم شوي ځکه چې غير ضروري غټ ښارونه او ترقياتي کارونه يې رامنځ ته کړي.
دې نه يواځې ماحوليات اغېزمن کړي بلکې د هېواد دننه د قرضونو يو امبار يې هم لګولی.

د مسلې يوه نخښه د ودانيو کولو د کاروباريانو نه راښکاره شوه چا چې د سرکاري بنکونو نه قرضې اخستلي او په کاروبار کې يې زيان کړی. په نتيجه کې يې د خلکو د پاره جوړونکي کورونه نيمګړي پاتې دي چې قهرجنو مالکانو يې په تېرو ورځو کې مظاهرې هم کړي.

داسې نه ښکاري ژي به په دې قابو ومومي که هر څو يې دا مقبول شعار ورکړی چې د اوسېدو کورونه حقيقت دی تشه وينا نه ده. د ژي د واک په تېر لس کاله کې د ودانيو کاروبار ډېر غټ شوی.

په شينګهايي کې يو ازاد اقتصاد پوه اينډي ژي وايي “دا مخکې هم يوه بوربوړقۍ وه خو اوس ډېره پړسېدلې ده ځکه چې څه ويل کيږي هغه په عمل کې نشته”.
د هغه د شمارو ترمخه د جايدادونو د کاروباريانو قرضې کم نه کم لس ټريلين ډالره دي.