شاته

زیلنسکي: روسیې پر اوکراین د «پراخ برید» په ترځ کې ۳۶ توغندي ورولي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې ۳۰) چې روسیې له بیګاه شپې راهیسې پر هغه هیواد "پراخ برید" پیل کړی دی.

راپورونه وایي چې په دغو بریدونو کې د اوکراین د انرژۍ بنسټونه په نښه شوي چې له امله یې په هغه هیواد د بریښنا جریان قطع شوی دی.

د اوکراین جمهوري ریاست ویلي دي چې ددغو بریدونو له امله څه باندې یو میلیون کورونه د بریښنا له نعمت څخه بې برخې شوي دي.

زیلنسکي پر ټولنیزه رسنۍ ویلي:" یرغلګر زموږ په هیواد کې د ویرې رامنځ ته کیدو ته دوام ورکوي. دښمن د شپې پراخ برید پیل کړ. ۳۶ راکټونه چې اکثریت یې شنډ شول... دا پر مهمو اهدافو ناوړه بریدونه دي. د ترهګرو معمول تخنیکونه."

بلخوا د روسیې له خوا د اوکراین د نیول شوي خیرسون ښارچارواکو د شنبې په ورځ ملکي خلکو ته ویلي دي د اوکرایني ځواکونو پرمختګ ته په کتو او د نظامي‌ وضعیت د خرابیدو له امله ډیر ژر له خپلو کورونو ووځي.

که څه هم په زرګونه خلک د څو ورځو راهیسې د اوکرایني ځواکونو له خوا د یاد ښار د نیولو د هڅو له امله له دې ښار څخه وتلي خو د شنبې ورځې خبرداري ددې لړۍ د جدیت په ضرورت ټینګار کړی دی.

په ټلیګرام کې په یوې خپرې شوې بیانه کې راغلي:" په مخ کې د متشنج وضعیت، پر ښار د پراخ برید د زیاتیدونکي‌ خطر او د ترهګریزو بریدونو د تهدیداتو له امله، ټول ملکي وګړي باید ډیر ژر ښار پریږدي."

په دې بیانیه کې زیاته شوې چې په خیرسون کې د روسیې له خوا ټولې ګمارل شوي ادارې او وزارتونه هم باید ووځي او د بیړیو په مرسته د دنیپرو سیند ختیځ طرف ته ولاړ شي.

خیرسون د اوکراین د یو ولایت یوازینی مرکز دی چې روسیې د فبروي له ۲۴ نیټې څخه نیولی دی. خیرسون یو هغو څلورو ځایونو دی چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي تیره میاشت وویل روسیه یې غواړي د تل لپاره د خپلې خاورې برخه وګوځوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي د اوکراین د نیول شویو سیمو د دفاع لپاره آن د اټومي وسلو د کارولو ګزینه هم موجوده ده. د روسیې له خوا د اوکراین د خاورې نیول کیدل د اوکراین، د یاد هیواد د متحدینو او د ملګرو ملتونو د عمومي سرمشریزې له خوا غندل شوی دی.