شاته

ایشیایي پرمختیایي بانک پاکستان لپاره د1.5 اربو ډالرو دمالي مرستې منظوري ورکړې

ايشيايي پرمختيايي بانک دسېلابونو له امله پاکستان ته رسيدلو زيانونو ،سماجي تحفظ او دخوراکي موادو د خونديتوب او خلکو ته د روزګار موقعو برابرولو کې د مرستې لپاره د 1،5 اربو ډالرو دمالي امداد منظوري ورکړې ده۔

ا قتصادي چارو پوهان وايي د پاکستان موجوده اقتصادي صورتحال کې د ياد بانک لخوا قرضه ورکول ګټور ګام دي او دا ګام به د نورو نړيوالو مالياتي ادارو په پاکستان د اعتماد بحالۍ کې لویې کردار ولوبوي۔

د ايشيايي پرمختيايي بانک په وېب پاڼه خپور شوي بيان کې ويل شوي چې د پاکستان سره دغه مالي مرستې د براس يا "بلډنګ ريزيلينس ود ايکټو کاونټر سايکليکل ايکسپينډيچرز" نومې پروګرام لاندې کېږي۔

بيان زياتوي چې دا 1،5 اربه ډالر به د حکومت لخوا جوړ شوي د 2.3 اربو ډالرو هغه پروګرام کې مرسته وکړي چې د روس او يوکرين جنګ او په نړيواله کچه د نورو پېښو دمنفي اغېز کمولو لپاره جوړ کړل شوی و۔

په پېښور پوهنتون کې د معاشياتو د څانګې استاد پروفېسر ذلاکت خان وي او ای ډيوه ته وايي د بانک لخوا د قرضې منظوري د خلکو سره د مرستو لپاره يو ګټور ګام دی۔

" د اکانومي ضرورت خو زمونږ ډېر زيات دی ځکه چې د سېلابونو او روس او يوکرين د جنګ له وجې د پاکستان معشيت ډېر متاثره شوی دی"

هغه وايي دا قرضه د پاکستان ټول ضرورت خو نه پوره کوي البته دا خبره ده چې دې سره به په پاکستان د نړيوالو مالياتي ادارو او د نورو ملکونو اعتماد بحال کېدو کې ډېر لاس امداد وشي۔

بيان کې دا هم ويل شوي چې د بانک په مرسته به د نغدو پېسو ترلاسه کوونکو کورنيو شمېره د 7،9 ميليونو څخه 9 ميلينو ته لوړه شي، لومړنيو او منځنيو سکولونو کې د ماشومانو شاملېدو، اميدوارو او د پېو ورکوونکو میندو او د کوچني ماشومانو لپاره د طبي سهولتونو سېوا کولو او د خوراک ضرورتونو پوره کولو کې به مرسته وکړي۔

په پېښور کې مېشته د مېرمنو د حقونو فعاله شبينا اياز په قرض کې د مېرمنو او ماشومانو لپاره د پېسو مختص کولو ستائنه کوي او وايي د پېسو په شفاف طريقې سره د لګولو د پاره بايد حکومت منظم اقدمات وکړي۔

هغه وايي دا قرض دی او د سود سره به بېرته ستنول وي نو د دې خرچ کول پکار دي چې غوره طريقې سره وشي ځکه چې پاکستان کې اوس مهال چا سره هم دضرورتمندو کره شمېرې نشته۔

نوموړې زياته کړه" مونږه ګورو چې د بېنظير انکم سپورټ پروګرام دی او که يا احساس پروګرام دی د هغې لپاره لوی مشق شوی و او بيا دا وټاکل شوه چې دا،دا مېرمنې ضرورتمندې دي او د هغې لپاره طريقه کار جوړ شوی دی"

د شبينا اياز په خبره په سېلاب ځپلو علاقو کې زياتره بنکونه او ای ټي ايم مشينونه خراب شوي دي نو پېسې به نغدی ورکول وي نو پکار ده چې يو منظم پروګرام وي چې غبن پکې ونه شي۔

د حکومتي شمېرو ترمخه د سېلابونو له امله پاکستان ته د خواوشا د 30 اربو ډالرو زيان رسېدلی او د ايشيايې پرمختيايې بانک شمېرې ښايي چې په دغه سېلابونو کې 33 ميلينه خلک اغېزمن شوي دي۔

د پاکستان د خزاني وزير اسحاق ډار د ياد بانک لخوا د قرضې په منظورۍ د خوشالۍ څرګندونه کړې او په ټويټر يې ليکلي چې د 24 اکتوبر نه شروع کېدونکې هفته کې به تړون لاس ليک او پنګې بجاري شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.