شاته

کیف باندې د روسیې ډرون بریدونه؛ د اوکراین په سلګونو ښارګوټو برېښنا قطع شوې

د اوکراین په مهمو زیربناوو باندې د روسیې د بریدونو او په کیف باندې د ایراني وژونکو کامیکازي ډرون الوتکو د بریدونو له امله د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) ددې هیواد په سلګونو ښارګوټو باندې د برېښنا پرې شوې ده.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ په کیف باندې د ایراني کامیکاز ډرون الوتکو څو ساعته وروسته په ایران باندې د اروپایي اتحادیې د سختو بندیزونو غوښتنه وکړه.

ښاغلي کولیبا په ټویټر باندې "د لا نورې هوایی دفاع او د مهماتو د رسولو غوښتنه وکړه (او) پر اروپایي اتحادیې یې غږ وکړ چې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو په خاطر پر ایران بندیزونه ولګوي". د هغه اشاره هغو ایراني ډرون الوتکو ته وه چې روسیه یې په اوکراین کې کاروي.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې داسې ښکاري چې مسکو د جګړې په ډګر کې د څو اونیو ماتیو په غبرګون کې د ژمي دمخه د اوکراین د انرژي تاسیساتو ته په زیان رسولو سره ددې هیواد په وړاندې د سزا ورکولو پالیسي په لاره اچولې ده؛ کوم چې ولسمشر ولادیمیر پوتین تمه لري چې په اته میاشتنۍ جګړه کې به د اوکراین مقاومت کمزوری کړي.

اوکرایین د بریدونو دغه زیاتیدل چې ددې هیواد د ولسمشرۍ د دفتر په وینا په کیف کې یې درې کسان ووژل، د روسیې د ناهیلې هڅه بللې او د اوکراین یو لوړپوړي چارواکي د جي۲۰ هیوادونو د راتلونکې سرمشریزې څخه د روسیې د ایستلو غوښتنه کړې ده.

د اوکراین صدراعظم ډینس شمیګال وویل، روسیې په کیف او په مرکزي دنیپروپیتروسک او شمال ختیځ سومي سیمو په مهمو زیربناو باندې پنځه بریدونه کړي چې په سلګونو ښارګوټو او کلیو باندې یې برېښنا پرې کړې ده.

د اوکرایین سیمه ییزو چارواکو ویلي، په سومي کې په دې بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

د روسیې پوځ ویلي چې دوی خپل "ټول" هدفونه په نښه کړي چې موخه یې د "اوکراین د نظامي قوماندې او کنټرول تاسیساتو لوړ دقیق او اوږد واټن ویشتونکي وسلې او د انرژي سیسټمونه" وو.

د فرانس پرس اژانس خبریال د کیف د مرکزي ولسوالۍ په فضا کې بې پیلوټه الوتکې لیدلې چې پولیسو هڅه کوله په اتوماتیک وسلو پرې ډزې وکړي چې د چاودنو په نتیجه کې په ټول ښار کې لوګی پورته شول.