شاته

په کابل کې د هلمند د وکیل په کور برید دوام لري

د کابل ښار په خوشحال خان مینه کې وسله والو کسانو په ولسي جرگه کې د هلمند ولایت د وکیل معلم میر ولي پر کور حمله کړې ده.

یوې بلې منبع ویلي دي چې د هلمند ولایت د استخباراتو پخوانی رئیس هم ددغې حملې پر وخت د معلم میر ولي په کور کې و.

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسیدونکي وایي چې افغان امنیتي ځواکونه لا هم په خوشحال مینه کې د ولسي جرگې د غړي معلم میر ولي پر کور باندې له حمله کوونکو سره په جگړه بوخت دي.

تر اوسه د دوو لویو چاودنو غږ اوریدل شوی چې یو یې د ښاغلي میر ولي د کور دننه او بل یې له کوره بهر و.

یو امنیتي چارواکي د امریکا غږ ته ویلي چې ممکن چې حمله کوونکو د معلم میر ولي د کورنۍ غړي او میلمانه یرغمل کړي وي.

منابع وایي چې لومړنۍ چاودنه ماښام شاوخوا اوه بجې وشوه. نا تائید شوي رپوټونه وایي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

د عامه روغتیا د وزارت یو چارواکي د امریکا غږ ته ویلي چې د پیښې د ځای پر لور غزیدلي سړکونه پولیسو بند کړي چې له وجې یې امبولاسونه هم نشي کولای چې هغه ځای ته لاړ شي.

طالبانو د پیښې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.