شاته

کرکټ: انګلېنډ په اوومه سيالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړې، سیريز يې ګټلی

د پاکستان او انګلېنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د اووه شل اووريزو [ټي ټوينټي] سیاليو په اخرۍ اوومه لوبه کې انګلېنډ، پاکستانۍ لوبډلې ته په 67 رنزونو ماتې ورکړې او سيريز يې ګټلی دی.

د دواړو لوبډلې ترمنځ دغه سيالي تيره شپه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوې ده.

د لوبې ټاس/ پچه کوربه لوبډلې [پاکستان] ګټلې خو لومړی بېټنګ يې انګلېنډ ته ورکړی وو.

او د انګلېنډ لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې په درېو لوبغاړو سوځېدو 209 رنزونه جوړ کړي وو، ډېوډ مېلان په 47 بالونو 78 رنزونه جوړ کړي وو.

او په ځواب کې بيا د پاکستان لوبډلې په اته لوبغاړو سوځېدو 142 رنزونه جوړ کړي او وروستۍ د سیريز فېصله کن سیالي يې بايللې ده.

له دې وړاندې په شپږو سیاليو کې درې پاکستان او درې انګلېنډ ګټلې وې.

د پاکستانۍ لوبډلې په ماتې خوړو په ټولنيزو رسنو هم بحث شورو شوی دی او پاکستانۍ لوبډله باندې نيوکې شوي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سېنېټر فېصل جاوېد خان په ټويټر ويلي،

د 20 اووريزې لوبډلې نه به په داسې کمزورې لوبه پوښتنې کيږي. لوبډلې په وروستيو کې پرله پسې سیريزونه وبايلل. کمزوری سلېکشن او د سټراټيجۍ نشتوالی په ماتې پسې د ماتې سبب ګرځي. دا مسله به د ايي پي سي کمېټۍ په غونډه کې راپورته کوو.

خو جرنلسټ حامد مير ورته په ځواب کې ويلي، ته خبر يې چې څوک زمه وار دی د کرکټ لوپډلې د دې کمزروي سلېکشن.