شاته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لاتیني امریکا ته ځي

ټاکل شوې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین دوشنبه اکټوبر ۳ (تلې۱۱) لاتیني امریکا ته ولاړ شي چې د سیمې هیوادونو ته د واشنګټن ژمنتیا تازه کړي او د دریو هیوادنو د نویو مشرانو سره وګوري چې د کین اړخ نظر لري.

ښاغلی بلنکی پداسې حال کې لاتیني امریکا ته ځي چې داسې اندیښني شته چې ګنې متحده ایالاتو دا سیمه هیره کړې او چین د همدې فرصت څخه په ګټې اخیستو هلته اقتصادي فعالیتونه ډیر کړي.

د متحده ایالاتو دا جګپوړی دپلومات به د کولمبیا، چلي او پیرو د چارواکو سره وګوري او هم به د وزیرانو په یوې غونډې کې برخه واخلي چې د کډوالۍ، مخدره موادونو د قاچاق، د کرونا وبا څخه وروسته حالت، اقلیم بدلون او په ونزویلا کې د بحران په ګډون به د سیمه ایزو ستونزو په هکله خبرې وکړي.

سره لدې چې د متحده ایالاتو ډیر تمرکز د اوس لپاره په اوکراین کې د روسیې جګړې او تایوان ته د چین ګواښ ته دی خو امریکایي چارواکو په خصوصي توګه دا منلې چې ضروري ده خپلو جنوبي ګاونډیو ته وښیي چې د واشنګټن په پالیسۍ کې دا هیوادونه لومړیتوب لري.

امریکایي چارواکي هیله لري چې د لاتیني امریکا نوي کین اړخي مشران به ډیر مفکورې ته پام ونکړي بلکې د متحده ایالاتو سره د ملګرتیا اړیکې وپالي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال براین نیکولز وایي چې متحده ایالات د هیوادونو په هکله پدې بنسټ قضاوت نکوي چې "په کوم ډول سیاسي طبقې کې راځي بلکې مهم دا ده چې دا هیوادونه څومره دموکراسۍ، د قانون حاکمیت او بشري حقونو ته ژمن دي".

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دې چارواکي وویل چې د متحده ایالاتو پلاوی به پدې ملاقات کې د لاتیني امریکا د هغو هیوادونو د مشرانو سره وګوري چې د پخوا راهیسې په سوداګرۍ کې د متحده ایالاتو شریکان دي او د آزادې سوداګرۍ تړونونه هم لري.

ښاغلي نیکولاس زیاته کړه چې غواړي د دې هیوادونو د حکومتونو سره اړیکې لا قوي کاندي.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین پداسې حال کې غواړي چې د لاتیني امریکا ددې هیوادونو سره د متحده ایالاتو ملګرتیا قوي کاندي چې د سرچینو له پلوه پدې غني سیمې کې چین خپلې اقتصادي هلې ځلې پراخې کړي.

د ښاغلي بلنکین د سفر پیل د کولمبیا څخه کیږي او ښایي د امریکا د اړیکو لپاره آزمایښت وي ځکه چې ددې هیواد نوی جمهور رئیس چې کین اړخې مفکوره لري د مخدره موادو سره د امریکا په مشرۍ مبارزه یې ناکامه بللې او د نوي نړیوال دریځ غوښتنه یې کړې.

د جنوبي امریکا دا هیواد په نړۍ کې د کوکاین یو تر ټولو ستر تولیدونکی هیواد دی او په تاریخي لحاظ متحده ایالاتو پرې فشار راوړی چې خپل د مخدره موادو تولید کم کړي.