شاته

اوکراین د روس نه د لېمان سیمه بېرته ونیوله - کارپوهان وایي دا روس ته یو لوی شکست دی

واشنګټن - نېټو کې شامل د نهو یورپي ملکونو مشرانو د اتوار/یکشنبې په ورځ یو مشترک بیان جاري کړ او د امریکا په مشرۍ د نېټو پوځي ائتلاف کې یې د اوکراین د شاملېدو ملاتړ وکړ. هغو همدا شان د نېټو په ټولو دېرشو (۳۰) ملکونو غږ وکړ چې د اوکراین دپاره دې خپل پوځي امداد تېز کړي.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي په یو ناڅاپي اقدام سره نېټو کې د خپل هېواد د فوري شامل کېدو دپاره درخواست ورکړ، ځکه روس د اوکراین څلور علاقې د خپل ملک برخې اعلانې کړې.

نېټو کې د شاملېدو دپاره د دې تنظیم د ټولو دېرشو غړو منظوري ضروري ده، او داسې نه ښکاري چې اوکراین دې دومره ژر د نېټو غړی شي. دا چې اوکراین اوس دستي په جنګ کې ښکېل دی، نېټو کې د شاملېدو پروسه یې ورته پېچلې کوي.

په مرکزي او ختیځې اروپا کې د نېټو نهه غړي ملکونه دا ېره لري چې که د روس مخه په اوکراین کې ونه نیولی شي، نو کیدای شي چې روس به د اوکراین نه پس، په دوی حمله وکړي.

د چېک، ایسټونیا، لاټویا، لېتوانیا، شمالي مقدونیه، مونتينېګرو، پولېنډ، رومانیا، او سلوواکیا مشرانو پخپل مشترک بیان کې د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل: «مونږ د روس د یرغل په وړاندې د اوکراین د دفاع ملاتړ کوو، او دا مطالبه لرو چې (روس) په فوري توګه د ټولو اشغال شویو علاقو نه شاته ولاړ شي، او ټول اتحادیان دې ته تشویقوو چې اوکراین ته پخپل پوځي امداد کې د پام وړ اضافه راولي.»

د اوکراین پوځي پرمختګ

اوکراین د اتوار/یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دوی پوځیانو د هېواد په ختیځ کې لېمان ښار چې د لاجسټیکس له اړخه اهم ګڼل کیږي، بېرته په بشپړه توګه د روسانو نه نیولی دی. لېمان د هغې علاقې برخه ده چې د روس صدر ولاډیمیر پوټین تېره هفته په غیرقانوني توګه د روس د خاورې برخه اعلانه کړې ده.

د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي د خپل ټېلګرام چېنل د لارې په یو لنډ ویډیويي پیغام کې اعلان وکړ چې، "لېمان په بشپړه توګه صاف شو."

روس د لېمان په اړه د اتوار په ورځ څه نه دي ویلي، خو د خالي/شنبې په ورځ یې وویل چې عسکر یې د هغې سیمې نه وځي، ځکه دا ېره ورسره شته چې د اوکراین پوځیان به دوی محاصره کړي. روس په مئې میاشت کې لېمان سیمه قبضه کړې وه او د هغه وخت راهیسي یې د ډونېټسک سیمې په شمال کې د خپلو پوځي عملیاتو دپاره نقل و حمل او لاجسټېکس ټول د همدې سیمې نه کول.

د لېمان سیمې د لاسه ورکول، روس ته په دې وروستیو کې د اوکرایني ځواکونو په وړاندې د جنګ په میدان کې یو لوی شکست ګڼل کیږي. د امریکا د سي آی اې استخباراتي ادارې یو پخوانی مشر ډېوېډ پټرېئس د اې بي سي ټلوېژن سره مرکه کې ویلي چې پوټین به د جنګ په میدان کې نورې ماتې هم وخوري او لویه پوښتنه دا ده چې د روس عسکرو غټې ډلې به څه وخت جوپه جوپه تسلیم شي. د پټرېئس په وینا، دا چې پوټین په اوکراین باندې د اېټمي وسلې د استعمال دړکه ورکړې ده، دا دړکه به هم د دوی د ماتې مخه ونشي نیولی.