شاته

د نړۍ د فوټبال د لوبغالو لویې غمیزې

د اندونیزیا د فوټبال د کورنیو سیالیو په ترڅ کې د شنبې په ورځ ناوخته په ستدیوم کې د ټیل ماټیل په نتیجه کې دننه په لوبغالي او په روغتونونو کې د سیالو ډلو شاوخوا ۱۷۴ تنه نندارچیان او مینه وال ووژل شول.

ددې غمیزې څځه پخوا په نورو ستدیومونو کې هم ورته پیښې شوي دي چې د فرانس پرس اژانس ددغو غمیزو تر ټولو سترې پیښې په خپل راپور کې په لاندې توګه یادې کړې دي.

پیرو - د۱۹۶۴ کال د مۍ ۲۴

د پیرو په لیما ملي ستدیوم کې د المپیک لوبو ته د لارې موندنې لپاره د پیرو او ارجنتاین د لوبې په ترڅ کې ۳۲۰ تنه په ټیل ماټیل کې ووژل شول او له ۱۰۰۰ زیات ټپیان شول.

روسیه – د ۱۹۸۲ کال د اکتوبر ۲۰

دا لا هم تر اوسه معما پاته ده چې څومره کسان د اروپا د جام د لوبې په ترڅ کې د سپارتاک مسکو او د هالنډ سایډ هارلیم ټیمونو ترمنځ په سیالۍ کې د روسیې د لوژنیک ستدیوم د یوې زینې د ماتیدو په نتیجه کې مړه شول. رسمي شمیرې وایي چې ۶۶ کسان وژل شوي وو چې ۴۵ یې کم عمره ځوانان وو. خو د روسیې د سوویتسکي سپورت ورځپاڼې د رپوټ له مخې ۳۴۰ تنه مړه شوي وو.

ګانا – ۲۰۰۱ کال مۍ ۹

ددې هیواد په اکرا کې د دوو داخلي ټیمونو په سیالۍ کې د کوماسي ټیم پلویانو د خپل ټیم د ماتې په نتیجه کې څوکۍ ماتې کړې او تیږې یې وورولې. پولیسو اوښکې بهونکی ګاز وکاروه او ټیل ماټیل رامنځته شو چې ۱۲۶ کسان په کې مړه شول.

انګلستان – د ۱۹۸۹ کال د اپریل ۱۵ او د ۱۹۸۵ کال د مۍ ۱۱

د بریتانیا په هیلزبوروغ ستدیوم کې د لیورپول ټیم ۹۷ مینه وال هغه وخت ووژل شول چې د ستدیوم یوه څنډه ماته شوه.

او بیا په ۱۹۸۵ کال کې د مۍ په ۱۱ د براډفړرډ اړ لینکن ټیمونو ترمنځ لوبه کې د ستدیوم په یوه برخه کې د اور لګیدلو له کبله ۵۶ کسام مړه شول.

ګواتیمالا – ۱۹۹۶ د اوکتوبر ۱۶

د فوټبال نړیوال جام ته د لارې موندنې په سیالۍ کې چې د ګواتیمالا او کوستاریکا ملي ټیمونو ترمنځ د ماتیو فلورس ملي ستدیوم کې روانه وه د نندارچینانو د دریدلو له کبله یو ځای مات شو چې شاوخوا ۸۰ کسان مړه شول.

سکاتلنډ – ۱۹۷۱ جنورۍ دوهمه

د رنجر او سلتیک ټیمونو په سیالۍ کې د ابروکس ستدیوم د یوې برخې د ماتیدو په پیښه کې ۶۶ تنه مړه شول. دا ددې ستدیوم دوهمه غمیزه وه، لومړی ځل په ۱۹۰۲ کال کې ددې ستدیوم د یوې څنډې د ماتیدو په پیښه کې ۲۶ تنه مړه شوي وو.

مصر – د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ اول

د فورت سعید ستدیوم په غمیزه کې ۷۴ تنه هغه وخت مړه شول چې چې د المصري او د قاهرې د الاهلي ټیمونو د پلویانو ترمنځ شخړه وشوه.

پدې هیواد کې د ۱۹۷۴ کال د فبرورۍ په ۱۷ په یوه بله پیښه کې هغه وخت ۴۸ تنه مړه او ۴۷ ټپیان شول چې ستدیوم د ۴۰زرو نندارچجیانو لپاره ځای درلود او ۸۰زره کسان ورننوتل.

جنوبي افریقا – ۲۰۰۱ اپریل ۱۱

د جوهانسبورګ په الیس پارک ستدیوم کې د یوې سیالي په ترڅ کې په ټیل ماټیل کې ۴۳ تنه مړه شول.

او په ۱۹۹۱ کال د جنورۍ په ۱۳ د یوې بلې لوبې په ترڅ کې ۴۰ تنه مړه شوي وو.

بلجیم – ۱۹۸۵ کال د مۍ ۲۹

د بروکسل په هیسل ستدیوم کې د ایټالیا د یوونتوس او د انګلستان د لیورپول ټیمونو په لوبه کې د شخړې په نتیجه کې ۳۹ تنه مړه شول.

فرانسه – ۱۹۹۲ کال د مۍ ۵

د یوې سیالۍ په ترڅ کې د فوریاني په نامه ستدیوم د یوې برخې د نړیدو له امله ۱۸ کسان مړه او ۲۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي وو.

کامرون – ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۲۴

د افریقا د فوټبال د جام په یوه سیالۍ کې د ټیل ماټیل په نتیجه کې اته کسان مړه او په لسګونو نور ټپیان شول.