شاته

زیلنسکي وايي سرتیرو یې د لېمن ښار له روسانو بېرته ونیو

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وايي، سرتیري یې توانېدلي دي چې ددغه هېواد په ختیځه دونڅک سیمه کې د لېمن ستراتیژیک ښار له روسي ځواکونو بیرته ونیسي.

زیلنسکي د یکشنبې اکتوبر ۱ (تلې لسمه) په خپل ورځنۍ بیانیه کې وویل چې پوځیان به یې په راتلونکو څو ورځو کې له روسیې نه نورې اشغال شوې سیمې هم ازادې کړي.

زیلنسکي همدارنګه وویل روسي ځواکونو د ډونباس په سیمه کې له روسیې سره ددغه سیمې د یو ځای کېدو دپاره، له زوره کار اخېستی او " یوه ادعا شوې ټولپوښتنه" یې کړې ده.

هغه زیاته کړه: "هغوی کورونو ته وسلې ښکاره کړي، ورقې یې وېشلي دي او مبلغینو د ډونباس په هغو برخو کې چې د هغوی کنټرول کې دي، له دې ټولو نه ویډیوګانې اخیستي دي."

د اوکرایني پوځیانو له خوا تر محاصرې وروسته، روسي پوځیانو د اوکراین له ختیځ ښار لېمن څخه خپل پوځیان په شا کړي دي. دا ښار د جګړې لومړۍ کرښه بلل کېدله.

زیلنسکي ژمنه کړې چې پوځیان به یې اشغالي سیمې چې د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین د جمعې په ورځ له خپلې خاورې سره مدغم کړي دي، بېرته ونیسي.

د اوکراین پوځیان د یکشنبې په ورځ د سېرفیسک ښارګوټي ته نږدې دېره شوي دي. دا سیمه د رېمن او لوهانسک حوزو ترمنځ یوه ستراتیژیکه کرښه بلل کېږي.

د امریکا د دفاع وزیر د لېمن د ښار نیول د اوکرایني ځواکونو لویه لاسته راوړنه بللې او له اوکراین څخه یي د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

لویډ اسټن له خپل اسټرالیایي سیال سره د هند د ارام سمندر د حوزې او د اوکراین پر اوضاع د خبرو پر مهال وویل: "په هغه څه چې اوس موږ وینو ډېر هڅېدلي یو. لېمن د روسانو لپاره یوه تدرکاتي لاره وه او هغوی له دې لارې خپل کسان او پوځي تجهیزات سویل او لویدیځ ته انتقالول. له دې لارې پرته به دا کار اوس د روسانو لپاره ډېر ستونزمن وي."

د امریکا او استرالیا د دفاع وزیرانو د هاوایي ټاپو په هنولولو ښار کي یوې خبرې غونډې ته ویلي چې دوی به په جګړه کې له اوکراین سره همکاري کوي څو خپلې سیمې د روسیې له اشغال څخه آزادې کړي.

د استرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلیس وویل: "موږ د اوکراین له حکومت سره کار کوو چې څنګه کولی شو له دغه هېواد نه خپل اوږد مهال ملاتړ ته دوام ورکړو څو دوی داسې یو موقف ته راشي چې دغه شخړه ختمه کړي."

د روسیې د ولسمشر لخوا د اوکراین د ځېنو سیمو له روسیي سره د ادغامولو وروسته، د امریکا حکومت پر روسي چارواکو، شتمنیو او صادراتو یو لړ بندیزونه لګولي دي. د امریکا د ملي شورا سلاکار وایي چې ددې کار موخه د روسیې د جنګي ماشین کمزوري کول دي.