شاته

هند له جنوبي افریقا د لوبو لړۍ وګټله او پاکستان په انګلستان وبایلله

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې چې د شاوخوا ۱۷ کالونو وروسته د لومړي ځل لپاره پاکستان ته د لوبو لپاره تللې، د شلو شلو اورونو د اوو لوبو لړۍ یې ۴-۳ وګټله.

انګلستان کوربه لوبډلې ته په شلو اورونو کې د ۲۰۹ منډو هدف ټاکلی و خو د پاکستان لوبډلې پداسې حال کې چې ۸ لوبغاړي یې سوځیدلي و، یوازې ۱۴۲ منډې وکړلې او پدې سره یې اوومه او وروستۍ لوبه د ۶۷ منډو په توپیر وبایلله.

د انګلستان لپاره تر ټولو ډیرې منډې ډیوډ ملان وکړلې. هغه په ۴۷ توپونو ۷۸ منډې وکړلې او تر پایه ونه سوځید. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم د انګلستان همده لوبغاړي ته ورکړل شوه.

انګلستان ددې لوبو د لړۍ په ګټلو سره د کرکټ د نړیوالې شورا د شلو شلو اورونو د لوبډلو په دجه بندۍ کې دویم مقام تر لاسه کړ.

هند پدې جدول کې لومړی مقام لري.

په همدې حال کې یکشنبه اکټوبر ۲ (تلې۱۰) د هند د کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته په دویمې لوبې کې د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دریو لوبو لړۍ یې پداسې حال کې ګټلې چې دریمه لوبه لا پاتې.

دریمه لوبه به د اکټوبر په څلورمې وي.

د هند لوبډلې میلمه لوبډلې ته په شلو اورونو کې د ۲۳۷ منډو هدف ورکړی و او سره لدې چې د جنوبي افریقا لوبغاړي ډیوډ میلر په ۴۷ توپونو ۱۹۶ منډې وکړلې خو بیا یې هم ونشو کړی د هند دا ستر هدف ورپوره کړي.

جنوبي افریقا دا لوبه د ۱۶ منډو په توپیر وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی هندی لوبغاړی کې ایل راهول شو چې په ۲۸ توپونو یې ۵۷ منډې کړې وې.

د کرکټ نړیوالې لوبډلې غواړي د شلو شلو ارونو پدې لوبو سره د نړیوال جام لپاره تیاری ونیسي چې ټاکل شوې د همدې روانې اکټوبر د میاشتې په ۱۶مې په اسټرالیا کې پیل شي.