شاته

ولسمشر غني او ټرمپ پر دوه اړخیزو اړیکو ټلیوني خبرې کړي

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان له جمهور رئیس اشرف غني سره پر دوه اړخیزو اړیکو او له ترورزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

د ټرمپ ډلې ویلي دي چې دواړو مشرانو پرون پر ټلیفون خبرې کړې دي او دوی ژمنه وکړه چې له ترورزم سره په مبارزه کې به له نږدې همکاري کوي.