د کابل خونړي برید قربانیانو د ښخولو چمتووالی؛ د ورکو کسانو لټه
د کابل دهمزنګ سیمه کې د روښنایۍ غورځنګ پر پلویانو د ځانمرګي برید د قربانیانو د کورنیو سلګونه غړي نن یکشنبې (اسد/زمري ۳مه) کابل کې د "مصلای شهید مزاري" سیمه کې راټول شوي، ترڅو د وژل شویو کسانو ښخولو ته چمتووالی ونیسي.
ټاکل شوې وه چې د ټولو مړي دلته راوړل شي، خو کورنیو لومړی د خپلو خپلوانو مړي نورو ځایونو ته یوړل ترڅو د هغوی د کورنۍ غړي یې د وروستي ځل لپاره وګوري او وروسته یو یو دلته راوړل شي.
د ځینو مړو په لېږدولو کې د افغانستان د پوځ امبولانسونو مرسته وکړه.
خو د کورنیو ستونزه دا ده چې نه پوهېږي د هغوی نه پوهېږي د کورنۍ غړي یې په کوم برخلیک اخته شوي. ګومان کېږي چې د هغوی مړي په بشپړه توګه لمنځه تللی وي، یا ټوټې، ټوټې شوې وي.
د روښنایۍ غورځنګ ۲۰۰ متره بیرغ چې دهمزنګ څلورلاري ته یې له ځانه سره وړی و، دلته هوار شوی چې د قربانیانو شیان او کالي پرې کېږدي ترڅو د هغوی د کورنۍ غړي وتوانېږي او له مخې یې خپل عزیزان وپېژني.
دغه سړی توانېدلی د یوه کوټ له مخې خپل خپلوان وپېژني.
لږ ترلږه دوه خبریالان هم د تېرې ورځې (اسد/زمري ۲مه) ځانمرګي برید کې قربانیانو کې و.
ترډېره قربانیان محصلین او تحصیل لرونکي کسان و، ځینې یې ددې کارت په څېر د ملي پوځ سرتېري وو.
ځینې ونه توانېدل خپل عزیزان په هېڅ ځای کې ومومي او ډېر اندېښمن دي. داسې ښکاري چې د پېښې د قربانیانو شمېر تر ۸۴ ډېر وي چې په رسمي توګه اعلان شوی.
د قربانیانو د مړو د غوښو ټوټې پارچې په "مصلای شهید مزاري" کې دننه په یوه قبر کې ښخ شوې چې څرګنده نه ده د کومو کسانو اړوند دي او د څومره کسانو دي.
په نننیو مراسمو کې هېڅ لوړپوړي دولتي چارواکي او رهبري جهادي مشرانو ګډون نه درلود.
لا هم د مړو د ښخولو د ځای پر سر خبرې روانې دي. ځینو کورنیو تصمیم نیولی چې د خپلو خپلوانو مړي په خپلو پلرنیو هدیرو کې خاورو ته وسپاري، خو د روښنایۍ خوځښت فعالانو له هغوی غوښتي چې قربانیان د کابل په لویدیځ شهرک سبز په سمه کې په یوه غونډۍ کې ښخ کړي.