د ننګرهار اوسېدونکي: جلال اباد کې هدفي وژنې زیاتې شوي
د جلال اباد په ښار کې وروستیو چاودنو او هدفي وژنو د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي او په خبره يي په دغه ډول وضعیت کې خلک ځان خوندي نه ګڼي.
دوی وايي، په ښار کې په ښکاره شخصي وسلهوال ګرځي او اکثراً هغه خلک دي چې د کوم زورواکي پورې تړلې وي.
ښاريان وايي، د جلال اباد په ښار کې د هدفي وژنو زیاتوالي لامل هم دا دی چې د شخصي وسلهوالو مخه نه نیول کېږي.
د جلال اباد ښار دوو تنو اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل:
"دلته موږ په جلال اباد ښار کې ګورو هره ورځ یوه پېښه رامنځته کېږي هدفي وژنې کېږي او بل په ښکاره وسلهوال ګرځي تر اوسه هیڅوک نه دی نیول شوی زموږ غوښتنه له چارواکو داده چې ددې ستونزې مخه ونیول شي.
دلته په جلال اباد ښار کې چې هدفي وژنې کېږي یا یو څوک تښتول کېږي دا ټول همدغه شخصي وسلهوال خلک کوي ځکه دوی تر شاه نور زورواکان دي ډاډه دي چې دولت ورته څه نشي ویلای."
ولایتي چارواکي هم د خلکو دا اندېښنې پر ځای ګڼې او وايي د مخنیوي په خاطر يې ولایت مقام امنيتي ځواکونو ته سپارښتنې کړي.
د ننګرهار والي ویاند عطالله خوګياڼي وايي، د دې ستونزي اساسي لامل دا دی چې په تېرو وختونو کې د ننګرهار یو شمېر مخورو خلکو خپل خپلوانو ته د پرېمانه وسلو جوازونه اخیستي او همدا لامل دی چې د شخصي وسلهوال په ښار کې تګ راتګ کوي.
خوګیاڼي په ځانګړي ډول د کوم کس یا مشر نوم یاد نه کړ.
دی وايي اوس ولایتي ادارې هڅې پيل کړي چې له دغو غېر مسؤله وسلهوالو څخه وسلې او د وسلو ګرځولو جوازونه راټول کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"هغه کسان چې هغوی د وسلو جواز لري دغه جواز که په واسطه ورکړل شوي یا د بلې لارې د هغوی په اړه هڅې روانې دي جوازونه ترې اخیستل کېږي پرون هم درې تنه شخصي وسله وال نیول شوي و او اوس ولایتي ادارې جدي هلې ځلې پيل کړي چې غيرې مسؤلو کسانو نه جوازونه او وسلې راټولې کړي او که د وسلې په ګرځولو څوک ګير شو هغه به د قانون منګولو ته سپارل کېږي."
د جلال اباد په ښار کې د هدفي وژونو په اړه د خلکو اندېښنې داسې مهال زور اخلي چې تېره اوونۍ په دې ښار کې د هدفي وژنو دوه پېښې وشوې.
لومړی پېښه د جلال اباد کونړ په عمومي سړک د بهسود په دوبېله سیمه کې وشوه چې یو څو تنو وسلهوالو په رڼا ورځ یو تن د وسلهوال برید لاندې راوست او دوهمه پېښه د جلال اباد ښار مرکزي سیمه قصبه کې په عمومي سړک وشوه چې یو تن د وسلهوالو لخوا ووژل شو.
د یادو پېښو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي د خلکو غوښتنه هم داده چې په ښار کې د شخصي وسلهوالو پرضد جدي او پراخه کمپاین ترسره شي تر څو ددې ستونزې مخه ورسره ونیول شي.
راپور: شاه محمود شینواری