شاته

حیات: هلمند ته د طالبانو د شورا د لیږد رپوټونه سم نه دي

د هلمند والي حیات الله حیات وايي چې د وسله والو طالبانو د کویټې شورا دغه ولایت ته نه ده انتقال شوې، خو هغه تائیدوي چې دا شورا په کوټه کې له یوې سیمي څخه بلې سیمې ته انتقال شوې ده.

حیات الله حیات وویل، استخباراتي مامورین په دې کار کوي چې دا څرګنده کړي چې د کویټې شورا له خپل اصلي ځای د پاکستان کومې برخې ته انتقال شوې ده.

د هلمند والي حیات الله حیات نن په لښکرګاه کې یوې خبري ناستې ته وويل چې سږکال پدې ولایت کې د پاکستان په ملاتړد وسله والو طالبانو د لویو بریدونو یوه موخه هم همدا وه چې نړیوالو ته وښيي چې د کویټې شورا د افغانستان خاورې ته انتقال شوې ده .

ښاغلي حیات وویل "د کویټې شورا هلمند ته نده راغلې ځکه موږ په هلمند کې وسله والو طالبانو ته سخته ماتې ور کړې او درانه تلفات مو ور اړولي، د کویټې شورا د انتقال د موضوع تر شا د پاکستان مستقیم لاس دی ځکه دا هیواد د نړیوالو تر فشار لاندې دی تر څو په خپله خاوره کې د هغوی پټن ځایونه او روزنځایونه لمنځه یوسي نو ځکه يې دغه اوازه خپره کړې خو دا په ډاډ وایم چې په هیڅ صورت يې خپله شورا افغانستان ته نده را انتقال کړې" .

تیره ورځ د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ويلي چې د کویټې شورا د افغانستان په جنوب کې د هلمند ولایت ته لیږدول شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت هم د طالبانو دا ادعا رد کړې او هغه یې د دغې ډلې یوه تبلیغاتي هڅه بللې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو د هلمند مرکز لښکرګاه شاوخوا ته پرمختګ کړی او دا ځواکونه په ټولو سرحدي ولایتونو کې حضور لري.

جنرال رادمنش وویل "دا یوازې پروپاګند دی، مونږ په ټولو هغو ځایونو کې چې دمخه دوی غوښتل خپلې شوراګانی ورته ولیږدوي، چې د هغې په ډله کې د جاني خیلو ولسوالۍ وه د میرانشاه شورا لپاره او د هلمند ځني برخې وې د کویټې د شورا د لیږد لپاره او د ننګرهار ولایت ته یې ویلي وو، چې مونږ ورته د پیښور شورا لیږدو، خو د هغوی هیڅ یوه غوښتنه نه ده عملي شوې او تراوسه هم نه ده عملي شوې".

د افغانستان د دفاع وزارت وایي د شفق دوه عملیات یې پیل کړي چې یو هدف یې د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې د مخالفو وسله والو پټن ځایونو له منځه وړل دي.

د طالبانو د کویټې شورا چې د قیادي شورا په نامه بلل کیږي د رپوټونو له مخې شپاړس غړي لري، په جنوبي، غربي او مرکزي ولایتونو کې د وسله والو طالبانو جګړیز، مالي او دهغوی د خپل منځي تشکیلاتو چارې پرمخ وړي.

هلمند په تیرو دریو میاشتو کې د درنو جګړو شاهد وو او د سختو نښتو لمن يې د لښکرګاه ښار تر دوهمي او دریمي حوزې پورې رسیدلې ده.

د هلمند له ۱۴ ولسوالیو څخه يې ۷ د وسله والو طالبانو تر حاکمیت لاندې دي چې په شمال کې د نوزاد، موسی کلا، باغران، سنګین او نومېش او په جنوب کې دیشو او خانشین ولسوالۍ دي.

په هلمند کې دم ګړی د " میوند قهر" په نوم پوځي عملیات دوام لري.

د هلمند والي وايي چي دوی په ټول هلمند کې د کشفي او استخباراتي معلوماتو له مخې دقیق هدفي عملیات تر سره کوي چې تیرماښام يې په دغه ولایت کې د ځانمرګو بریدونو د قطعې مرستیال ملا معلم له خپلو څلورو ملګرو سره په یوه هوايي برید کې وژلی دی.

دغه راز ښاغلی حیات وايي چې افغان نظامي مامورین په هلمند کې د نویو پراخو پوځي عملیاتو لپاره تیاری نیسي چې په ترځ کې به يې د ناوې، ګرمسیر، نادعلي، مارجې او د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه د دوی عمده هدفونه وي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي