شاته

ډګر جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان نوی لوی درستیز وټاکل شو

د پاکستان صدراعظم نواز شریف ډګر جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ نوی لوی درستیز وټاکه. جنرال بجوا به د جنرال راحل شریف پر ځای د پاکستان د پوځ لوی درستیز شي چې د کار موده یې د همدې میاشتې په نهه ویشتمې نیټې پای ته رسیږي.
جنرال قمر باجوه به راتلونکې اوونۍ د راولپنډۍ په ښار کې د پاکستان د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې په ځانګړو مراسمو کې د پوځ لوی درستیز وټاکل شي.

جنرال باجوه پداسې حال کې د پوځ مشري په غاړه اخلي چې د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر جنجال هم زیات شوی.

باجوه د پاکستان په پوځ کې ځیني مهمې دندې تر سره کړیدي. هغه د لسمې قل اردو قوماندان هم و چې مسؤلیت یې د کشمیر په کنترول لاین کې د امنیت تامین دی.

ځیني کارپوهان وایي ښایي چې د همدې تجربې په خاطر هم جنرال باجوه د پاکستان د پوځ نوی لوی درستیز ټاکل شوی. هغه د کشمیر په موضوعاتو کې کافي زیات لاس درلود.

جنرال باجوه په کاناډا کې د حربي پوهنتون نه فارع شوی او نورې لوړې نظامي زده کړې د امریکا د کالیفورنیا ایالت د بحري ځواکونو په نظامي پوهنتون کې کړیدي. هغه په کانګو کې د پاکستاني ځواکونو قوماندان هم و.

جنرال باجوه اوس د پاکستان د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې د ر وزنې او ارزیابۍ د څانګې عمومي مشر دی. صدراعظم نواز شریف همدارنګه ډګر جنرال زبیر حیات د پاکستان د لوی درستیزانو د کمیټې مشر ټاکلی.

دا په تیرو شلو کالونو کې لومړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ یو لوی درستیز د کاري مودې په پای ته رسیدو سره خپله دنده پریږدي. د جنرال راحل شریف نه وړاندې جنرال اشفاق کیاني خپله د کار موده درې کاله وغځوله او جنرال پرویز مشرف بیا پداسې حال کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز و، په 1999 کال کې یې کودتا وکړه او تر 2008م کاله پورې یې په پاکستان واکمني وکړله.